والي: د جلال اباد ښاروالي او ترافيک په ښاري تنظيم کې پاتې راغلي

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ۲۹ وری ۹۵): د ننګرهار والي د جلال اباد ښاروالۍ او د ترافيکو مديريت ته سپارښتنه وکړه چې د ښاري تنظيم په اړه هڅې ګړندۍ کړي او له ښاره غير قانوني اډې وباسي.

والي سليم خان کندوزي د وري په ۲۹مه د ښاري تنظيم د جاج اخيستو په موخه له ښاره د ليدنې پر مهال ښاروالۍ او د ترافيکو مديريت په تنظيمولو او سمولو کې ناکام وبلل.

پر واټونو د غرفو شتون، د ريکشاوو ډېروالی او نا منظموالی، د ښار په ځينو سيمو کې د موټرو اډې او لاسي کراچۍ د جلال اباد ښار د غير منظم کېدو او ګڼې ګوڼې اصلي لاملونه دي.

د ننګرهار والي اړوندو ادارو ته امر وکړ چې ژر تر ژره دې له ښاره د موټرو اډې وباسي، د واټونو له سره دې غرفې او غير منظمې کراچۍ لرې کړي.

کندوزي زياته کړه: ((د جلال اباد ښاروالۍ او د ترافيکو مديريت د ښار په منظموالي کې ناکام دي، ما ورته د اصلاحاتو د راوستلو امر وکړ، که يې غفلت وکړ، چارواکي به يې له دندو ګوښه شي.))

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد عباس سادات پژواک اژانس ته تاييد کړه چې د ترافيکو مديريت او ځينو ادارو د ښار په تنظيمولو کې مرسته نه ده کړې.

دى وايي: ((اړوندې ادارې دې په دې تړاو کار وکړي، موږ يې د امنيت مسووليت لرو، همدا شان زه ډاډ درکوم چې د ترافيکو مديريت به لاس په کار شي.))

اخوا د جلال اباد د ښاروالۍ مرستيال انجنير حکيم پژواک اژانس ته وويل: ((رښتيا هم موږ د ښار په تنظيمولو بريالي شوي نه يو، لامل يې دا دی چې ښار وړوکی او نفوس يې ډېر دی.))

د نوموړي په وينا، د جلال اباد ښار د منظموالي لپاره بايد ښار پراخ شي او د لاسي پلورونکو او کراچيو لپاره ځانګړي ځايونه جوړ شي.

ده يادونه وکړه چې ښاروالي په دې تړاو کار کوي او د ننګرهار والي تازه سپارښتنه به جدي ونيسي.

ثناءلله شګيوال چې د جلال اباد ښار د تلاشي څلورلارې ته څېرمه يې پر شته سړک وړه بکسه اېښې او صرافي کوي، پژواک ته وويل: ((ښاروالي بايد د خرڅلاو لپاره سيمې مشخصې کړي، موږ چېرې ولاړ شو؟))

نوموړى د ښاروالۍ ځيني مامورين تورنوي چې ګواکې له لاسي پلورونکو بډې اخلي او پر واټونو يې پرېږدي؛ ځکه خو په ښار کې ګڼه ګوڼه ډېره ده.

نورمحمد چې د جلال اباد ښار برېښنا رياست ته څېرمه په کراچۍ کې تازه ترکاري پلوري، پژواک ته يې يادونه وکړه چې حکومت دې ځانګړې سيمه ورته مشخصه کړي، تر څو دوی هلته ورشي.

هغه وايي: ((د حکومت ټول زور پر موږ رسېږي چې بل کار يې نه وي، کراچيوانانو پسې را واخلي، موږ څه وکړو، چېرته لاړ شو او څه ډول خپلو اولادونو ته ډوډۍ پيدا کړو.))

دغه راز د ننګرهار د ترانسپورت رييس محمد ايوب شرافت پژواک اژانس ته وويل: ((په جلال اباد ښار کې د موټرو اډې معلومې دي، د ښار له واټونو چې فراري چلوونکي موټر ډکوي، دې ته اډې نه شو ويلای، دا د امنيتي ادارو مسووليت دی چې مخه يې ونيسي.))

نوموړي يادونه وکړه چې په دې تړاو د ننګرهار ولايتي ادارې د ښاري نظم کمېسيون جوړ کړی او ډېر ژر به د ښاري تنظيم په برخه کې جدي اقدمات وکړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 259 تاريخ : يکشنبه 29 فروردين 1395 ساعت: 18:05