د مشواڼي او دراني روغه وشوه

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۲٨ ورى ۹۵): په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي سخي مشواڼي د کليو او پراختيا له وزير نصير احمد دراني څخه بښنه وغوښته.

د ولسي جرګې غړي سخي مشواڼي د وري په ٢٥مه د جرګې په عمومي ناسته کې وروسته له هغه، چې خبرې يې له ټاکلي وخت زياتې شوې او مايک پرې بند شو، د جرګې منشي عرفان الله نايب يې له ګرېوانه کش کړ، وروسته په چټکۍ د کليو او پراختيا وزير نصيراحمد دراني خوا ته ورغى، د هغه د مېز پر سر اېښودل شوې نوم پاڼه يې د وزير پر لوري وويشتله.

ولسي جرګې نن د وري په ٢٨مه، پرېکړه وکړه چې سخي مشواڼى تر راتلوونکو لسو ورځو پورې د جرګې په غونډو کې ګډون نه شي کولى.

بل خوا نن تر غرمې وروسته د يو شمېر سياسي مشرانو او د ولسي جرګې د لسګونو وکيلانو په ګډون د روغې جوړې يوه جرګه د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني په کور کې جوړه شوې وه.

په ياده غونډه کې د اجراييه رياست لومړی مرستيال انجنيرمحمد خان، د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار، د حزب اسلامي کابل ګوند مشر او د اقتصاد پخواني وزير عبدالهادي ارغنديوال، د پخوانۍ او اوسنۍ کابينې يو شمېر وزيرانو، جهادي قوماندانانو او قومي مشرانو ګډون درلود.

په مشرانو جرګه کې د کونړ د خلکو استازي شهراده شاهد د کونړ د خلکو په استازيتوب د کليو او پراختيا له وزير څخه بښنه وغوښته او د سخي مشواڼي کړنه يې يوه تېروتنه ياه کړه.

نوموړي د دې غونډې پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د کليو او پراختيا وزير يې په خپلو چارو کې بريالى وزير وباله.

په ياده غونډه کې د اجراييه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان وويل، که افغانان پرېښودل شي، نو کولي شي  چې داسې مسايل د جرګو او مرکو له لارې حل کړي.

هغه د غونډې پر جوړېدو خوښي وښوده  او ټينګار يې وکړ، چې دغسې کړنې بايدپه راتلونکي کې تکرار نه شي.

د مشرانو جګې مشر فضل الهادي مسلميار وويل : ((زه د مشرقيوالو په استازيتوب له دراني صيب څخه بښنه غواړم ، هغه د حزب اسلامي او لوګر نه، بلکې د ټول افغانستان وزير دى.))

د غونډې په پاى کې سخي مشواڼي او د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني يوبل ته سره غېږه ورکړه او روغه جوړه يې وشوه.

تر يادې غونډې وروسته دکليو پراختيا او بيارغونې وزير نصير احمد دراني په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې له جهادي مشرانو ، وکيلانو او په ځانګړې توګه د کونړولايت له قومي مشرانو او استازومننه کړې، چې دا جرګه يې جوړه کړه.

دغه راز هغه له  ټولو ځوانانو او د ټولنيزو شبکو له کاروونکو هم مننه کړې، چې په دې برخه کې يې له نوموړي نه ملاتړ وکړ .

دراني زياته کړې، چې د کابينې د يوه غړي په توګه له هېچاسره ستونزه نه لري او د افغانستان خلکوته هم ځواب ورکوونکی دی .

د هغه په وينا، هېواد ته د خدمت کولو په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي او ټينګار يې وکړ چې د خلکو، وکيلانو، د مدني ټولنو فعالانو او رسنيو هر اړخيز ملاتړ ددې لامل شو، چې له دې وروسته د اداري فساد پروړاندې پرېکنده مبارزه وکړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 246 تاريخ : شنبه 28 فروردين 1395 ساعت: 22:01