زاخېلوال: پاکستان کولی شي افغان طالبان د سولې مېز ته کېنوي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٥): د ولسمشر ځانګړى استازى او په اسلام اباد کې د افغانستان  لوى سفير ډاکټر عمر زاخېلوال وايي چې پاکستان کولى شي افغان طالبان د سولې مېز ته کېنوي.

زاخېلوال دغه ځرګندونې له بي بي سي اردو سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې چې د وري په ٢٦مه خپره شوې ده.

هغه زياته کړې چې پاکستان اوس هم پر افغان طالبانو اغېز او نفوذ لري او که وغواړي نو طالبان د سولې مېز ته کېنولی شي.

د نوموړي  په وينا، پاکستان په دې اړه څه هڅې کړې خو تر اوسه يې کومه پايله نه ده ورکړې.

افغان سفير وايي: ((زه نا هيلى شوى يم، اوس هم کېداى شي چې پاکستان افغان طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.))

خو په عين حال کې ډاکټر عمر زاخېلوال دا هم ويلي چې د طالبانو له خوا د پسرلنيو  عملياتو په پيلولو سره څرګنده شوه چې هغوى د سولې له پروسې سره لېوالتيا نه لري.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې طالبانو په ټول افغانستان کې د ((عمري)) په نوم د پسرلنيو عملياتو د پيلولو اعلان وکړ چې په ځواب کې يې افغان حکومت د ((شفق)) په نوم د پوځي عملياتو د پيلولو اعلان وکړ.

د افغان حکومت او وسله والو ډلو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په اړه د افغانستان لوى سفير وايي چې د سولې د څلور اړخيزه ګروپ د پنځمې غونډې نېټه تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا په ګډون د افغان سولې څلور اړخيزه ګروپ له تېرو څو مياشتو راهيسې غونډې پيل کړې او تر اوسه يې په کابل او اسلام اباد کې څلور غونډې ترسره شوې دي.

ټاکل شوې وه چې نېغ په نېغه خبرې تېره مياشت  پيل شوې وې، خو دغه کار تر اوسه ځنډېدلى دى.

څو ورځې مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سلاکار سرتاج عزيز ويلي چې د سولې پروسې په اړه د خبرو لپاره به د څلور اړخيز ګروپ پنځمه ناسته به د اپرېل مياشتې په وروستيو کې ترسره شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال وايي، چې طالبان له سولې سره لېوالتيا نه لري او نه هم په دې کې جدي دي؛ ځکه چې په بريدونو کې يې کموالى نه دى راغلى.

د نوموړي په وينا، افغان حکومت او ولس سوله غواړي، خو وسله طالبان تل د سولې پر ځاى جګړې ته ترجيح ورکړې ده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 218 تاريخ : پنجشنبه 26 فروردين 1395 ساعت: 20:04