تورخم کې دوو افغان ناروغانو ساه ورکړې

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ۲۵ وری ۹۵): چارواکي وايي چې د ننګرهار په تورخم دروازه کې پاکستاني ملېشو نوي محدوديتونه لګولي، هغه افغانان چې اسناد نه لري نه یې پرېږدي چې له امله یې دوو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا نوي محدوديتونه د روانې اوونۍ له پيله لګول شوي چې په تورخم کې يې ګڼه ګوڼه ډېره کړې او تېره ورځ د همدغه بندیز له امله دوو ناروغانو روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.

د تورخم ښارګوټي يوه هټۍ وال جاوېد شينا د وري په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل چې له څو ورځو راهيسې پاکستاني ملېشو پېښور ته پر تلو محدوديتونه وضع کړي دي.

شينا وايي: ((هر څوک چې پر تورخم ور اوړي، که پاسپورټ ونه لري يا که زنانه وي، تذکره ونه لري ها خوا يې نه ورپرېږدي، دلته د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې او تېره ورځ دوو ناروغانو ساه هم ورکړه.))

نوموړي وويل، یاد ناروغان د تورخم له لارې د پېښور روغتونونو ته د درمنلې لپاره وړل کېدل چې په ګڼه ګوڼه کې ايسار پاتې وو او تګ اجازه نه ورکول کېده.

د نورمحمد په نوم يو افغان محصل چې د پاکستان په فيصل اباد کې زده کړې کوي پژواک ته وويل: ((له څو ورځو راهيسې پاکستانيانو اخوا ته په ور اوښتو افغانان به غدابوي، له ځينو کسانو چې اسناد هم ولري، پيسې اخلي.))

نوموړي زياته کړه، پخوا به پاکستاني ملېشو افغان ناروغانو ته اجازه ورکوله چې په اسانۍ سره پر تورخم ور واوړي؛ خو نن سبا له اسنادو پرته افغانان نه پرېږدي.

ده پر حکومت غږ وکړ چې بايد په دې اړه له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي څو ياده ستونزه هواره شي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې د روانې اوونۍ له پيله راهيسې پاکستاني لوري په تورخم کې پر افغانانو محدوديتونه لګولي.

د والي وياند وايي چې بې اسناده کسان نه ورپرېږدي او د همدې له امله په تورخم کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده.

د والي وياند وايي: ((پخوا پاکستاني لوري داسې پرېکړه کړې وه چې بې اسناده افغانان نه ورپرېږدي خو دا تګلاره يې اوس عملي کړه.))

د نوموړي په وينا، دا محدوديتونه وروسته له هغه لګول شوي چې افغان لوري هم بې اسناده پاکستانیانو ته له پولرې د را اوښتو اجازه نه ورکوي.

د ده په وينا: ((د ننګرهار والي د پاکستان له کونسلګرۍ سره خبره کړې چې د ويزو اخيستلو پروسه اسانه او انلاين کړي؛ ځکه خلک په اسانې پاکستانۍ ويزه نه شي اخيستلی، يانې په دوو ورځو کې يې اخيستل ناروغ لرونکو ته مشکل کار وي.))

د والي وياند په دې اړه بې خبري وښوده چې افغان ناروغانو دې د نه پرېښودو له امله په لاره کې ساه ورکړې وي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه په ختيځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون د قوماندان نظر واخلي خو د هغه د بوختياوو له امله ونه توانېدو.

په ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ چارواکو هم تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

بلخوا په پاکستان کې د افغانستان لوى سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخېلوال هم ويلي چې په دې وروستيو کې پاکستاني پوليسو له افغان کډوالو او هلته له تلونکو ناروغانو سره ناسم چلند غوره کړی دی.

هغه په دې اړه پرون د پاکستان د تحريک انصاف له مشر عمران خان او په پاکستان کې د ملګرو ملتونو له استازو سره ليدنې کړې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 186 تاريخ : چهارشنبه 25 فروردين 1395 ساعت: 16:18