کابل (پژواک، ۲۳ وری ۹۵): د جاپان د پلازمینې ټوکيو په ملي موزيم کې د افغانستان اړونده د باختر د خزانې اثارو نندارتون پرانیستل شو.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداري او مالي مرستيال زردشت شمس چې د دغه نندارتون د پرانستلو لپاره جاپان ته تللی، د وري په ۲۳مه، د ټېلېفون په لیکه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د دې نندارتسون د پرانستې په مراسمو کې د ټوکيو ملي موزيم ريیس ماسامي زينيا، په ټوکيو کې د افغانستان سفير ډاکټر سيد محمد امين فاطمي او د جاپان د فرهنګ وزارت مسوولینو او زیات شمېر مينه والو برخه اخیستې وه.
زردشت د جاپان له حکومت او ملت څخه مننه وکړه، چې د افغانستان ولس او فرهنګ سره ډېره مينه لري او په همدې موخه یې د افغانستان د ملي موزيم د باختر د خزانې اثارو نندارتون کوربه توب غوښتنه یې وکړه.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان حکومت هم د دوی د لېوالتیا درناوی کوي او له همدې امله د خپلو فرهنګي ميراثونو ارزښتناکه اثار د ټوکيو په ملي موزيم کې نندارې ته وړاندې کړل.
د شمس پر وینا، یاد نندارتون به د افغاني فرهنګ په معرفي کولو کې زیات ګټور ثابت شي او د جاپان ولس او حکومت سره به د افغانستان کلتوري اړيکې لاپیاوړې کړي.
نوموړي د جاپان د بېځايه شويو فرهنګي ميراثونو له کميټې ( Japan Committee for Protecting Displaced Cultural Heritages) څخه مننه وکړه، چې د افغانستان د ملي موزيم اړوند ۱۰۲ قلمه اثار چې د کورنې جګړې پرمهال لوټل شوي وو، د تېرو ۱۵ کلونو راهیسې يې ساتلي او ترميم کړي او د ټوکيو نندارتون په پاې کې به افغانستان ته تسليم کړاې شي.
د ټوکيو ملي موزيم ريس ماسامي زينيا د افغانستان له حکومته مننه وکړه، چې د دوی غوښتنه يې ومنله او د ملي موزيم اثار يې جاپان کې نندارې لپاره واستول.
نوموړي زیاته کړه، ډیر خوښ دې، چې د داسې ارزښتناکه او لرغونو تاريخي اثارو کوربه توب کوي.
هغه د افغانستان په تاريخي او کلتوري ارزښت هم رڼا واچوله او زياته يې کړه : ((دغه اثار ښيي چې موږ یو شمېر کلتوري او تاريخي مشترکات لرو او په لرغونو زمانو کې د افغانستان د سيمې څخه مدنيت او فرهنګ زموږ سيمې ته پراختيا موندلې.))
د يادونې وړ ده چې ټوکيو ملي موزيم کې به یاد اثار د ۲۰۱۶ د جون تر ۱۹ مې نيټې نندارې ته وړاندې کيږي. تر دې د مخه همدا اثار د کيوشو په ملي موزيم کې د يوې نيمې میاشتې پورې نندارې ته وړاندې شول چې نږدې اویا زره ۷۰۰۰۰ خلک يې ليدلو ته ورغلي وو.
زردشت شمس وایي، د دواړو نندارتونو له لارې دوه نيم سوه زره امريکايي ډالر هم ترلاسه شوي دي.
دی وایي، چې دغه راز یې د جاپان د بيځايه شويو فرهنګي ميراثونو د کميټې ( Japan Committee for Protecting Displaced Cultural Heritages) ريس ښاغلي پروفيسور ماساکي مياساکوسره د ۱۰۲ قلمو اثارو هيواد ته د ستنيدو لپاره یو تفاهم ليک هم لاسليک کړ، چې د یاد تفاهم ليک پر اساس به د نندارتون په پاې کې ۱۰۲ قلمه اثار افغانستان ته واستول شي.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 191 تاريخ : سه شنبه 24 فروردين 1395 ساعت: 1:49