اتمر : ډېر ژر به د لوړې کچې ځينې مهمې ګومارنې وشي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢٣ ورى ٩٥): د ملي امنيت سلاکار وايي چې افغان دولت د سولې د پروسې د برياليتوب لپاره د متحدو ايالتونو په ګډون د ټولو نړيوالو متحدينو همکارۍ ته اړتيا لري.

د ملي امنيت شورا له دفتره د وري په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر نن د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ايالتونو له ځانګړي استازي ريچارډ اولسون سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا، افغانستان ته د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير جان کيري د وروستي سفر پر اغېزو او د بروکسل او وارسا کنفرانسونو لپاره د افغانستان د دولت پر چمتووالي خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنيت سلاکار افغانستان ته د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزير جان کيري سفر مثبت و ارزاوه او د دواړو هېوادونو د اړيکو د لا پراختيا په برخه کې يې بل مهم ګام وباله.

اتمر زياته کړې، افغان دولت به په نږدې راتلونکي کې  د لوړې کچې يو شمېر مهمې ګومارنې ترسره کړي.

د ملي امنيت سلاکار همدا راز زياته کړه، چې افغان دولت د سولې د پروسې د برياليتوب لپاره د متحدو ايالتونو په ګډون د ټولو نړيوالو متحدينو همکارۍ ته اړتيا لري او په دې لاره کې مشترکې او دوامدارې هلې ځلې اړينې بولي.

اتمر امريکايي لوري ته ډاډ ورکړ، چې هېواد يې د بروکسل او وارسا د راتلونکو کنفرانسونو لپاره پوره تخنيکي چمتووالی لري او هيله يې وښوده چې متحد ايالتونه به په دې کنفرانسونو کې د افغانستان د لومړيتوبونو او برنامو ملاتړ وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ اولسون د سيمې او نړۍ له يو شمېر مهمو هېوادونو سره د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي يووالي حکومت د اړيکو پراختيا وستايله او ډاډ يې ورکړ چې هېواد يې د سولې د برياليتوب لپاره هڅې کوي.

هغه زياته کړې، چې هېواد به يې له افغانستان سره د بروکسل او وارسا په کنفرانسونو کې د نړېوالې ټولنې د لازياتو مرستو او تعهداتو د ترلاسه کولو لپاره همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لېدنه کې په واشنګټن کې د افغانستان لوی سفير دوکتور حمدالله محب او په کابل کې د متحدو ايالتونو لوی سفير مايکل مېکېنلي هم ګډون درلود.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 190 تاريخ : دوشنبه 23 فروردين 1395 ساعت: 19:11