جان کيري: د ملي يووالي حکومت سياسي هوکړه ليک به پنځه کاله دوام وکړي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ٢١ ورى ٩٥): د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي، د افغانستان د ملي يووالي حکومت هوکړه ليک به دوه کاله نه، بلکې پنځه کاله دوام وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې، نن له ماښام وروسته له ولسمشر اشرف غني سره په ګډه خبري ناسته کې وکړې.

بايد وويل شي، چې د ولسمشرۍ دوو نوماندانو اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله ترمنځ د ملي يووالي حکومت د جوړېدو هوکړه ليک، له نن څخه کابو يونيم کال وړاندې (د وږي ٣٠مه) په کابل کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په وساطت رامنځ ته شو.

د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري نن وويل، کوم هوکړه ليک چې د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ترمنځ لاسليک شوى، په هغه کې داسې څه نشته چې ګواکې د ملي وحدت حکومت به دوه کال دوام کوي يا دا چې د دې حکومت شپږ مياشتې موده پاتې ده.

ده زياته کړه، دغه موافقتنامه د ملي يووالي په موخه رامنځ ته شوې وه، چې موده يې پنځه کاله ده، چې له امله به يې د ملي يووالي حکومت موده پنځه کاله دوام وکړي.

خو د هغه په وينا، په هوکړه ليک کې د دې يادونه شوې، چې د دوو کلونو په جريان کې به لويه جرګه جوړېږي او دا يو هدف چې تعيين شوى و، خو دې هدف ته رسېدل د تېر يونيم کال په موده کې ستونزمن شوى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي، د نوي کورنيو چارو وزير او همدارنګه د نوي لوى څارنوالى په ټاکل کېدو سره او همدارنګه هغه هڅې چې دولت يې کوي او د وارسا او بروکسل د کنفرانسونو لپاره چمتووالى ترسره کېږي، دا ټول به يو حرکت رامنځ ته کړي، چې په پايله کې به يې خلک بدلون وويني.

دى زياتوي: "د ملي يووالي حکومت په هوکړه کې هېڅکله دا نه دي راغلي چې دا به لغوه کېږي، دا د غني او عبدالله ترمنځ يوه موافقه وه چې په کومه بڼه د ملي يووالي حکومت مخې ته يوسي، تر هغه ځايه چې زه پوهېږم دغه هوکړه ليک د پنځو کلونو لپاره دى او داسې کوم شى چې د شپږو مياشتو په ترڅ کې به لغوه کېږي، نشته."

ياد لوړپوړى امريکايي چارواکي وويل، هغه څه چې د ملي يووالي حکومت په چوکاټ کې دننه ترسره کېږي، په افغانانو او په ځانګړي ډول ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله پورې اړه لري، چې هغوى يې په اړه تصميم نيسي.

هغه زياه کړه، د ملي يووالي حکومت له دواړو مشرانو سره يې مهم بحثونه لري، دوى دواړو وښودله چې د خلکو د ګټو لپاره سره يوځاى شوي دي. حکومت د خپلو خلکو د دفاع مسووليت په غاړه اخيستى او د افغانستان حکومت د اصلاحاتو له اجنډا سره سم مخ پر وړاندې روان دى.

نوموړى زياتوي: "نن مې له اشرف غني او عبدالله دواړو سره وکتل، ترڅو د دوى ترمنځ ملي يووالى څنګه نور هم زيات شي."

کيري د سولې خبرو په تړاو وويل چې سولې ته هيله مند دى، د افغانستان دولت په دې اړه خپل چمتووالى ښودلى، خو د افغانستان خلک دې له طالبانو وغواړي، چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي، ترڅو ټول افغانان په مساوات او برابرۍ کې ژوند وکړي او هغوى له کړاوونو او زحمتونو خلاص شي.

خو دا هم وويل، امريکا ژمنه ده چې د افغان ځواکونو روزنې او سلا مشورې ته به دوام ورکوي، ترڅو له ترهګرۍ سره مقابله وکړي.

نوموړي داعش په اشارې وويل چې دا يو ګواښ دى او بايد پر وړاندې يې ګډه مبارزه وشي، افغانستان په يواځى نه شي کولى د افغانستان خلکو ته ښه راتلونکې جوړه کړي، بلکې دا کار د نړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتيا لري.

ده زياته کړه، انتخاباتي اصلاحاتو د غني او عبدالله لومړيتوب دى او د دې لپاره بنسټ هم ايښودل شوى، چې په دې سره به د راتلونکو ټاکنو لپاره انتخاباتي اصلاحات عملي شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير له افغانستان سره  د٨٠٠ ميليونو امريکايي ډالرو مرستې يادونه هم وکړه، چې په دې بسپنې سره به ځينې اصلاحات لکه د قانون حاکميت او د ښځو د حقونو خونديتوب رامنځ ته شي.

نوموړي وويل، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر د هڅو ملاتړ کو او زياتوي: "موږ پوهېږو چې ټول جهان له تاسو سره ولاړ دى. ټوله امريکا له تاسو سره ولاړه ده. د امريکا حکومت ستاسو له حکومت سره تعهد لري، ځکه تاسو خلکو قرباني ورکړې، موږ هم د يوې ښې راتلونکې لپاره قربانۍ ورکړې، موږ به خپلو همکاريو ته ادامه ورکړو."

په دې خبري ناسته کې ولسمشر غني وويل، چې سوله د افغانستان د خلکو يو حياتي ضرورت دى، امريکا له افغانستان سره د سولې او سيمه ييز ثبات په برخه کې تل مرسته کړې ده.

نوموړي په افغانستان کې د امريکا د قربانيو، همکاريو او ملاتړ څخه په مننې وويل، دې هېواد په افغانستان کې خپل زرګونه ځوانان له لاسه ورکړي دي.

نوموړي دغه راز په اقتصادي برخه کې هم له افغانستان سره د ياد شوي هېواد له مرستو مننه وکړه او ويې ويل، دغه مرستې له ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول له بېوزلو ښځو سره شوې دي.

د ولسمشر په وينا، له جان کيري سره يې په نننيو خبرو کې وارسا او بروکسل کنفرانسونو ته د چمتووالي په اړه خبرې وکړې.

نوموړي د دې په ويلو سره چې زموږ قوت په ملي وحدت کې دى، وويل چې ١٣٩٥ کال به د تحرک او د هراړخيزو اصلاحاتو کال وي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 216 تاريخ : يکشنبه 22 فروردين 1395 ساعت: 0:48