ولسمشر: د اترا او افغان ټيلي کام ادارو د تدارکاتو او استخدام بهير دې وڅېړل شي

ساخت وبلاگ

 کابل (پژواک، ٢١ ورى ٩٥):  د ولسمشر د لارښوونو له مخې، د افغان ټيلي کام او اترا ادارو د تدارکاتو او استخدام بهير دې د يوه مسلکي پلاوي له خوا څېړل کېږي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغان ټيلي کام شرکت او د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظيم ادارې (اترا) د فعاليت د بهير د وضعيت د ارزونې په موخه، نن ( شنبه) په ارګ کې غونډه جوړه شوه.

سرچينه کاږي، ولسمشر د افغان ټيلي کام او اترا ادارو د فعاليتونو د اجرااتو بهير وارزاوه.

هغه ټينګار کړى، چې د افغان ټيلي کام او اترا ادارو د تدارکاتو او استخدام بهير دې په دقيقه او هر اړخيزه توګه وڅېړل شي او لارښوونه يې وکړه، چې په دې برخه کې دې مسلکي پلاوى وګومارل شي.

د ده په وينا، په ټولو پروسو کې بايد شفافيت په پام کې ونيول شي او همدارنګه دې د يادو ادارو د قراردادونو او استخدام ستونزه لرې شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کې غونډه کې د مخابراتو وزير، له اداري فساد سره د مبارزې رييس، د ماليې وزارت معين، د چارو ادارې د تدارکاتو رييس او د افغان ټيلي کام رييس هم حضور درلود.

بايد وويل شي، چې مخابراتو وزارت د تدارکاتي لړۍ په پام کې نيولو پرته د مخابراتي خدمتونو د محصول راټولولو سيستم د رامنځته کولو لپاره ګام پورته کړ، چې مخابراتي خدمتونو د محصول راټولولو او د سيستم د قرارداد په لړۍ کې د روڼتيا نه شتون، له ډېرو نيوکو سره مخامخ شو.

ولسمشر اشرف غني له دغو اندېښنو وروسته، د يوه حکم په صادرولو سره د محمداګل کوچي په مشرۍ له چارو ادارې يو پلاوى په دنده وګوماره، څو د پېرلو د داوطلبۍ تر اعلان پورې د دغه سيستم د نرخ معلومول، افر پرانيستنه، د ګټونکي شرکت مخينه او په دغه سيستم پورې ټولې اړوندې چارې په پوره، بې پلوه او عادلانه ډول سره وڅېړي.

خو تراوسه پورې د دې پلاوي د څېړنو پايله نه ده خپره شوي او ويل کېږي، چې په دې برخه کې ګومارل شوي پلاوي ته هېڅ اسناد نه دي وړاندې شوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 223 تاريخ : شنبه 21 فروردين 1395 ساعت: 20:57