زاخېلوال: له پاکستان سره د بې باورۍ فضا او ستونزې د سولې خنډ دي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٥): په پاکستان کې د ولسمشر ځانګړي استازي  او لوی سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال ځينو منفي مداخلو ته په اشارې ویلي چې له پاکستان سره د بې باورۍ چاپېريال او ستونزې د سولې پروسې پر وړاندې ستر خنډ دي.

زاخېلوال دغه څرګندونې تېر ماښام د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جناح انسټيټيوټ له لوري د افغانستان د سولې په اړه يوې جوړې شوې ناستې ته د خبر پر مهال کړې دي.

په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز هم برخه درلوده.

ډاکټر زاخېلوال له پاکستان سره د بې اعتمادۍ چاپېريال او ستونزې؛ په افغانستان کی د سولې پروسې پر وړاندې ستر خنډ وبلل.

هغه په دې اړه د دواړو هېوادونو تر منځ پر مستقيمو، سپينو او صادقانه خبرو او د دې خبرو د پايلو په پلي کېدو ټينګار وکړ.

د افغانستان لوى سفير وويل چې افغانستان او پاکستان بايد د دواړو هېوادونو تر منځ شته د باور کموالی له منځه يوسي او له باوره ډکه فضا رامنځته کړي.

زاخېلوال زياته کړه چې افغانستان او پاکستان له يو ډول ګواښونو سره ممخ دي  او دا اړينه ده چې دواړه هېوادونه د دغو ګواښونو د له منځه وړو لپاره په ګډه کار وکړي.

هغه په ډاګه کړه، څو چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه وي، نو په پاکستان کې به هم امنيت رامنځته نه شي.

نوموړي وويل چې پاکستان په سيمه کې د روانو شخړو او تاوتريخوالي لويه بيه ورکړې، په افغانستان او سيمه کې د بې ثباتۍ له امله پاکستان هر کال له ٧٠ څخه تر ٨٠ ميليارده ډالرو اقتصادي زيان کوي.

افغان سفير يو ځل بيا وويل، يو شمېر کسان چې په افغانستان کې له تاوتريخوالي سره مرسته کوي، د دغه کار لپاره د پاکستان له خاورې ګټه اخلي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 187 تاريخ : جمعه 20 فروردين 1395 ساعت: 17:56