سوېلي کوريا د ننګرهار له ځینو ادارو سره د مرستو ژمنه وکړه

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ۱۸ وری ۹۵): په افغانستان کې د سوېلي کوريا سفير ننګرهار ته په سفر کې اعلان وکړ چې د دغه ولايت له بېلابېلو ادارو سره مرسته کوي.

کرنه او مالداري، پوهنيز سکټور، روغتيايي او ټولنيزې چارې هغه برخې وې چې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په کې له سوېلي کوريا د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ياد هېواد سفير چين کي هون  د وري په ۱۷مه ناوخته په دې کتنه کې ژمنه وکړه چې د ننګرهار د والي د يادو غوښتنو  پر څرنګوالي غور کوي او په دې برخو کې همکارۍ ته ژمن دي.

چين کي هون وويل: ((په ننګرهار ولايت کې امنيتي وضعيت  د ډاډ وړ دی او هېواد يې ژمنه کوي چې  دغلته له بېلابېلو ادارو سره خپله همکاري پيل کړي.))

بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي  وويل چې سوېلي کوريا کولی شي په ننګرهار کې پر کرنې او مالدارۍ سربېره په روغتيايي، پوهنيزو او ټولنيزو چارو کې مرستې وکړي.

والي يادونه وکړه چې ننګرهار د کرنې او مالدارۍ لپاره مناسبه سيمه ده او په دې برخه کې د سوېلي کوريا مرستې به د دغه ولايت زراعت نور هم پراخ کړي.

همدا راز د دې ناستې په  ترڅ کې د ننګرهار  ولايت يو شمېر رييسانو  د خپلو ادارو د اړوند ستونزو او غوښتنو په اړه د سوېلي  کوريا سفير ته معلومات ورکړل.

په دې کتنه کې په ختيځ کې د يوناما مشرې هيرن سانک او د دې ادارې د سياسي چارو افسر پوهاند ډاکتر رضوان الله نادري هم برخه درلوده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 195 تاريخ : چهارشنبه 18 فروردين 1395 ساعت: 13:59