ايسا اداره له سوداګرۍ وزارت مدغم کېږي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ١٧ ورى ٩٥): يوه حکومتي سرچينه وايي، چې د حکومت مشرانو هوکړه کړې چې د ايسا اداره دې د سوداګرو او صنايعو وزارت سره يوځاى شي.

يادې سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پرېکړه نن د حکومت د اقتصادي شورا په غونډه کې وشوه، چې ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله، په خپله د ايسا ادارې مشر قربان حقجو او ځينو نورو چارواکو په کې ګډون درلود.

ده زياته کړه، په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا) په اړه دوه طرحې وړاندې شوې، چې يوه په خپله د ايسا ادارې له لوري  وه، چې په کې د يادې ادارې لپاره وړانديز شوى و، چې د يوه بوديجوي واحد په توګه وپېژندل شي.

د سرچينې په وينا، بله طرحې د سوداګرۍ وزارت له لوري وړاندې شوه، چې په کې وړانديز شوى و چې ياده اداره دې له دې وزارت سره مدغم شي.

هغه وايي، په پاى کې پرېکړه وشوه، چې د ايسا اداره دې له ياد وزارت سره يوځاى شي، خو د ايسا ادارې کارکوونکي او خدمات دې په تجارت وزارت پورې اړوند شي او د سوداګرۍ وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې په دې اړه يو پلان جوړ کړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 244 تاريخ : چهارشنبه 18 فروردين 1395 ساعت: 0:56