جلال اباد (پژواک،۱۶ وری ۹۵): د ننګرهار امينه قوماندان وايي، په تېرو دوو مياشتو کې شل کسان د سړي تښتوونکو له منګلو خوشې شوي او ۱۵ سړي تښتوونکي نيول شوي دي.
امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد دا څرګندونې د وري په ۱۶مه مازيګر ناوخته په هغه خبري کنفرانس کې وکړې، چې د ننګرهار د طب يوهنځي د يوه استاد د تښتول شوي زوی د راخوشې کېدو په تړاو جوړ شوی و.
امنيه قوماندان وويل، د ننګرهار د طب پوهنځي د استاد ډاکټر محب الله شينواري زوی، ۲۴ ورځې مخکې د جلال اباد ښار له درېمې ناحيې تښتول شوی و، د پوليسو د هڅو په پايله کې نن د تښتوونکو له منګلو خوشې شو، دا قضيه د څېړنو په مرحله کې ده، نور جزئيات به يې وروسته وړاندې شي.
نوموړي د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په تېرو دوو مياشتو کې موږ ۲۰ کسان د انسان تښتوونکو له منګولو راخوشې کړي او ۱۵ کسان مو د سړي تښتونو په تور نيولي دي.))
اخوا د ننګرهار د طب پوهنځي استاد ډاکټر محب الله شينواری وويل، زوی يې احمد خالد کابو مياشت مخکې له ښار څخه تښتول شوی و او تښتوونکو ترې د هغه د خوشې کولو په بدل کې يو ميليون امريکايي ډالر غوښتل.
د هغه په وينا، په دې اندازه پيسې يې نه درلودې او د پوليسو په مرسته يې د زوی د راخوشې کېدو هڅه کوله، چې نن راخوشې شو.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، خلک بايد پر خپلو امنيتي سرتېرو باور ولري او په امنيتي برخه کې له پوليسو سره همکاري ډېره کړي.
والي د خبريالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ويل کېږي، وسله وال د سړي تښتوونکو ډلو سره اړيکې لري او په دې وسيله مالي امکانات برابروي، وويل: ((دې کې شک نشته چې دښمن د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او اوس غواړي د منفي تبليغاتو، انسان تښتونو او چاودنو په ترسره کولو سره خپلو موخو ته ځان ورسوي، خو بريالي به نه شي.))
وسله والو مخالفينو تراوسه د دې موضوع په غبرګون رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل ډاکټر ناصر کامه وال پر امنيتي ادارو غږ وکړ، چې د انسان تښتونې د پېښو مخنيوي کې هڅې ډېرې کړي.
هغه وويل چې خلک د دې پېښو له امله اندېښمن دي.
په ورته مهال د ننګرهار امنيه قوماندان بيا په دې تړاو راپورونه رد کړل، چې ګنې په ننګرهار کې د انسان تښتونې د پېښو کچه ډېره شوې ده.
فضل احمد شېرزاد وويل، پوليس هڅه کوي د دغسې پېښو مخه ونيسي او په تېرو څو مياشتو کې يې د دغه ډول ډېرو پېښو مخه نيولې ده.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 178 تاريخ : سه شنبه 17 فروردين 1395 ساعت: 0:30