عمرخېل: د پوځي عملياتو په ترڅ کې به له کندوز ښاره اته زره کورنۍ بېځايه شي

ساخت وبلاگ

کندوز (پژواک، ١٦ ورى ٩٥): د کندوز والي وايي چې په کندوز ولايت کې د "شفق" پوځي عمليات په ډېر دقت سره مخې ته ځي او احتمال لري چې د دغو عملياتو په پايله کې نږدې اته زره کورنۍ بېځايه شي.

د کندوز والي اسدالله عمرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناټو هوايي ځواک په ملاتړ د افغان امنيتي ځواکونو شفق عمليات چې له تېرو لسو ورځو راهيسې په کندوز ښار او شاوخوا سيمو کې پيل شوي، تر اوسه يې له امله دوه زره کورنۍ بېځايه شوې دي.

هغه زياته کړه چې د ملي او نړيوالو همکارو موسسو استازو، له پېښو سره د مبارزې ادارې او کډوالو رياست، د مرستو رسولو لپاره يوه کمېټه جوړه کړې او تر اوسه يې ٧٠٠ کورنۍ تثبيت کړې چې عملاً ورته د توکو وېشل پيل شوي دي.

هغه زياته کړه چې نن يې بېځايه شوو کورنيو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو په ګډون ١٣ قلمه مواد ورکړي چې وريژې، اوړه، غوړ، فرشونه، کمپلې او د پخلنځي توکي په کې شامل دي.

عمرخېل وويل چې د يادو عملياتو په ترڅ کې به په  احتمالي ډول ٧٩٢٠ کورنۍ له کندوز ښار او شاوخوا سيمو بېځايه شي چې له دې کورنيو سره د مرستو تدابير نيول شوي دي.

هه زياته کړه، د دې لپاره چې د ملکي مرګ ژوبلې مخنيوى وشي، عمليات ډېر پڅ او په دقت سره مخې ته ځي چې له وسله والو مخالفينو څخه د ټولو سيمو تر پاکولو پورې به دوام ولري، امنيتي ځواکونه تر اوسه پورې ښې لاسته راوړنې لري.

له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر ميراغا اعتبار وويل چې دا اداره او همکارې موسسې چمتو دي چې له بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وکړي او له هغې لومړۍ ورځې تر اوسه پورې يې پر بېځايه شوو خوراکي توکي او نورې لومړنۍ مرستې وېشلې دي.

خو د غلام حيدر په نوم يوه بېځايه شوي وويل چې ور وېشل شوي خوراکي توکي بسنه نه کوي او بايد زياتې مرستې ورسره وشي.

هغه په ټينګار سره وويل: ((د دوى د سيمو برخليک دې څرګند شي، يا يې دې طالبانو ته ورکړي او يا دې حکومت په کې امنيت راولي، څو خلک له لالهاندۍ خلاص شي او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.))

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 201 تاريخ : دوشنبه 16 فروردين 1395 ساعت: 19:35