کندهار پوهنتون د امکاناتو او تاسیساتو له کموالي سره مخ دی

ساخت وبلاگ

کندهار (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): د کندهار پوهنتون مسوولين وايي د کافي امکاناتو او تاسيساتو د نشتوالي له امله نه شي کولاى په دغه پوهنتون کې له اړتيا سره سم نوي پوهنځۍ پرانيزي.

د ياد پوهنتون علمي مرستيال انجنير تواب بالاکرزى وايي، دا مهال کندهار پوهنتون د ورځې له پلوه ١٢ او د شپې له پلوه ٤ پوهنځي لري چې طب، انجنيري، کرنه، ښوونه او روزنه، شرعيات، حقوق او سياسي علوم، عامه اداره او پاليسي، ژبې او ادبيات، ژورنالېزم، اقتصاد، کمپيوټر ساينس او ستوماتولوژي په کې شامل دي.

و هغه يادونه وکړه چې په دغه پوهنتون کې يو شمېر نورو پوهنځيو ته هم اړتيا ده چې د کافي امکاناتو او د ودانيو د نشتوالي له امله يې نه شي پرانيستلاى.

نوموړي د کندهار پوهنتون په چوکاټ کې د يو شمېر نورو ستونزو يادونه هم وکړه او ويې ويل، د هغوى عمده ستونزه د عادي او پرمختيايي بوديجې په ورکړه کې ده، چې له يوه پلوه کمه ده او له بله پلوه ډېر مهال ځنډېږي.

هغه د زيربنايي تاسيساتو کمښت هم جدي ستونزه ياده کړه او ويې ويل، په دغه پوهنتون کې د هېواد د ٣٤ ولايتونو شاوخوا ١٠ زره محصلين لوړې زده کړې کوي، خو شته ودانۍ ورته بسنه نه کوي.

بالاکرزي د طب پوهنځي په برخه کې د کدري روغتون د ستونزو يادونه هم وکړه او ويې ويل کم تشکيل او تخصيص د دغه روغتون د ښه فعاليت او ودې مخه ډب کړې ده.

ده يادونه وکړه که د کدري روغتون ياده شوې ستونزه هواره شي نو هم به د طب محصلين په کې په ښه توګه وروزل شي او هم به خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

نوموړي د نوي قانون له مخې په پوهنتون کې د ليسانس استادانو د نه تقرر ستونزه هم ياده کړه او ويې ويل، دا ښه خبره ده چې په پوهنتون کې بايد ټول ماسټر استادان پر دندو وګومارل شي، خو په دې حوزه کې ماسټران کم دي.

هغه دا هم وويل چې د محصلينو د ډېروالي له امله کله کله اړ کېږي چې قراردادي استادان په دندو وګوماري خو د هغوى لپاره حق الزحمه نه لري چې لامل يې د مالي استقلاليت نه درلودل دي.

خو له ستونزو سره سره بالاکرزي وويل چې کندهار پوهنتون د هېواد د پنځو لويو پوهنتونونو له ډلې دى چې په دې وروستيو کې يې پرمختګ کړى دى.

دغه پوهنتون په هلمند او اروزګان کې هم څانګې لري چې په لسګونو محصلين په بېلابېلو پوهنځيو کې په لوړو زده کړو بوخت دي.

دى وايي، کندهار پوهنتون دا مهال ٢٤٦ کدري تشکيل لري او ٣١٠ تنه په کې اجيران او ملازمين دي چې شاوخوا ١٠ زره محصلين په کې زده کړې کوي چې ١١ سلنه يې ښځينه دي.

د ده په خبره، دغه پوهنتون د دوولسو پوهنځيو او ديپارتمنتونو تر څنګ د علامه حبيبي په نوم د ٨٠ زره ټوکه په شمېر مرکزي کتابتون، لابراتوار، کدري روغتون، د پاچاخان په نوم څېړنيز مرکز، د هوا پېژندنې اداره، کرنيز فارم، د محصلينو لپاره د کار موندنې مرکز، د رسنيو مرکز، د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز، د کمپيوټر او انګليسي ژبې د زده کړې مرکز او نور لري.

بالاکرزي زياته کړه، کندهار پوهنتون له هېواده بهر له ١٩ نړيوالو پوهنتونونو سره همکاري او دغه راز له ٦ کورنيو پوهنتونونو سره ملګرتيا لري.

ده يادونه وکړه چې ټاکل شوې ده سږ کال د دغه پوهنتون ٣٥ استادان د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره بهرنيو هېوادونو ته ولېږل شي چې هندوستان، جاپان، فرانسه، پاکستان او سعودي عربستان په کې شامل دي.

هغه وويل په ورته توګه د دغه پوهنتون ١٦ استادان سږ کال د ماسټرۍ او دوکتورا تر بشپړولو وروسته بېرته را ستانه شوي او خپلې دندې پر مخ وړي.

د ده په خبره، کندهار پوهنتون د هېواد په کچه د ٦١ پوهنتونونو له منځ څخه د کيفيت د تضمين په برخه کې لومړى مقام هم ترلاسه کړى دى.

دى وايي، سږ کال د کندهار پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو څخه ٨٣٣ تنه فارغ شوي چې ٣٧ يې ښځينه وې.

هغه خبر ورکړ چې کندهار پوهنتون سږ کال د لومړي ځل لپاره د طب پوهنځي په چوکاټ کې د ماسټرۍ زده کړې پيلوي چې لويه لاسته راوړنه ده.

خو هغه له حکومتي چارواکيوې وغوښتل چې د کندهار پوهنتون ستونزو ته پاملرنه وکړي او د ستونزو د هواري لپاره يې کار وکړي، ترڅو دغه پوهنتون نور هم پرمختګ وکړي.

 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 288 تاريخ : يکشنبه 15 فروردين 1395 ساعت: 17:33