په هیواد کې دننه په رسمي توګه د کرکټ لوبو ته اجازه ورکړل شوه!

ساخت وبلاگ

افغان کرکټ بورډ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې وایي، چې د بورډ د هلو ځلو وروسته په رسمي ډول په هیواد کې دننه ټولو کورنیو سیالیو ته اجازه ورکړل شوه، خو نندارچیان به پکې نه وي.

نن شنبه د کورونا نه د مخنیوي په توګه بیړنۍ ناسته ترسره شوه، چې مشري یې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش کوله.

په یاده ناسته کې د افغان کرکټ بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزي وویل، چې داخلې کرکټ نړیوال کرکټ لپاره د چمتوالي لپاره مهم دی.

د ستانکزي په خبره:

«داخلي کرکټ د نړیوال کرکټ لپاره د چمتووالي او غوره سیالیو په موخه یو غوره پیل دی، ترڅو لوبغاړي لومړی باید بشپړ چمتو او له هغه وروسته نړیوالو ډګرونو ته ولاړ شي او د افغانستان لپاره بریاوې راوړي.»

ستانکزي زیاته کړه، کرکټ لوبه په ازده فضا کې ترسره کېږي او همدارنګه ټول فعالیتونه یې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري څارل کېږي نو اړینه ده، ترڅو په هېواد کې د کرکټ فعالیتونه بیا پیل شي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش یاده غونډه کې وویل، افغان لوبغاړو د هیواد لپاره ډېر ویاړونه راوړي، نو په همدې بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ اداره کولی شي، چې د کورونا ناروغي پر وړاندې د روغتیا وزارت د ټولو سپارښتنو او لارښونو په عملي کولو سره په داخلي کچه لوبې او تمرینات ترسره کړي.

خو هیڅ ډول نندارچیانو ته اجازه نده ورکړل شوې.

افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کورنیو سیالیو د ترسره کېدو لپاره د تاییدي او منظورۍ ترلاسه کولو په موخه بورډ خپل غوښتنلیک او طرحه لومړی د هېواد د روغتیا وزارت او له هغه وروسته د کورونا ناروغي له خپرېدو د مخنیوي ملي کمېټې ته سپارلي وو چې نن د ډېرو هلو ځلو په پایله کې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش چې د یادې کمېټې مشري پر غاړه لري، منظوري ورکړل شوه.

دې سره کرکټ بورډ د هېواد په کچه لومړنۍ ورزشي اداره ده، چې د کورونا وبا له خپرېدو وروسته د هېوادوالو د خوښیو په موخه یو ځل بیا خپل فعالیتونه پیلوي.

د افغان کرکټ بورډ مسوولین وايي، چې دوی په نږدې راتلونکي کې د لومړۍ درجه او شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د پیلولو هوډ لري چې دغه لوبې د یاد اجازه لیک له ترلاسه کولو پرته ناممکنه وې چې دا دی په دې سره به د شپږیزې لیګ او نورې کورنۍ سیالۍ د نندارچیانو له شتون پرته ترسره شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 283 تاريخ : يکشنبه 22 تير 1399 ساعت: 5:46