د کورونا په ناروغانو کې د ذایقې او بویولو حسونه تر څه وخته په حال نه وي؟

ساخت وبلاگ

د یاران لوستونکو! تاسو به هرومرو دا فکر کوئ چې مهر په دې ورځو کې ولې دې موضوع ته لېواله شوې.

زما په شمول, ګڼ ملګري مې هم له دې ستونزې سره مخ کېږي او پوښتنې ورته پیدا کېږي. دا چې زه هم دې ستونزې سره هم مخ کېدم, پلټنه مې وکړه, مالومات مې پیدا کړل؛ نو اړینه مې وبلله چې تاسو سره یې هم شریک کړم.

روم: څېړونکو څرګنده کړې چې ښایي د کوېډ ۱۹, لس سلنه ناروغانو کې تر یوې میاشتې د ذایقې او بویولو حس په حال نه وي.

په دې اړه پر یوې کوچنۍ ډلې چې پر کورونا اخته و, څېړنه شوې. که څه هم ناروغي یې جدي نه وه؛ خو بیا هم روغتون ته راوړل شوي و. په پای کې جوته شوه چې په دوی کې ځینې داسې هم و چې تر کورونا وروسته یې تر یوې میاشتې د ذایقې او بویایي حس ستونزې لرلې.

بلاخره جوته شوه چې کورونایي ناروغانو کې په هر ۱۰٪ کې یوازې یو کس دا حالت تجربه کوي. د یادونې وړ ده چې د کوېډ۱۹ یوه نښه هم همدا ده.

د دې څېړنې پایله د امریکا په طبي جریدې( JAMA Otolaryngology- Head and Neck Surgry) کې خپره شوې ده. دا څېړنه پر ۱۸۷ کورونایي ناروغانو شوې. څېړونکو پر دوی د کورونا تر تشخیصولو وروسته د دې حسونو اړوند ازمایښت کړی دی.

په دې ډله کې ۶۰٪ یانې ۱۱۳ کسانو ویلي چې د دوی د ذایقې او بویایي حس توپیر کړی. ۵۵ کسانو ویلي چې بشپړ روغ شوي. ۴۶ نفرو ویلي چې په ناروغۍ کې یې ښه والی راغلی؛خو پاتې ۱۲ کسانو ویلي چې په نښو کې یې توپیر نه دی راغلی یا یې هم توپیر ډېر شوی.

یادونه: ښایي د دې دولسو کسانو غوندې زه هم وم. زما ناروغي د نورو هغو ملګرو په څېر چې کورونا نیولي وو, شدیده نه وه؛ ځکه هغوی به ویل چې کورونا د زغم وړ نه ده. پر ما لکه محرقه تېره شوه, که څه هم له محرقې سره یې توپیر درلود. د یادونې وړ ټکی دا دی چې تر یوې میاشتې هم واووښتل؛ خو لا هم زما د ذایقې او بویولو حس پر ځای نه دی او سم کار نه کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 257 تاريخ : يکشنبه 22 تير 1399 ساعت: 5:46