ولې د سمندرونو نړیواله ورځ نمانځل کېږي؟

ساخت وبلاگ
ژباړه: نسیمه محمدي

سمندرونه زموږ راتلونکی دی.

کله چې ټولیزې روغتیا ته فکر کوو، ممکن چې سمندرونو ته فکر ونه کړو. په زیاتېدونکي توګه د سمندورنو سلامتیا زموږ له روغتیا سره تړل شوې ده. ممکن ډېری کسان له دې امله چې د سمندرونو  د تل/ عمق د ارګانیزمونو څخه د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د تشخیص د چټکتیا لپاره کار اخیستل کېږي، حیران شي، یا حتا د دې موضوع د لا زیاتې زده‌کړې لپاره، داسې چاپېریال وي، چې د بشر لپاره حللارې وړاندې کوي.

یو له دې دلایلو څخه چې ولې د سمندرونو نړیواله ورځ ونمانځلو دا دی، چې ټولو ته یادونه وکړو، چې سمندرونه زموږ په ورځني ژوند کې ډېر مهم رول لري.

سمندرونه زموږ د سیارې سږي دي او هغه اکسیجن چې موږ یې تنفس کوو، همدا سمندرونه تامینوي. د دې ورځې موخه، په سمندورونو د انساني کړنو اغېز، په سمندرونو کې د وګړو د خوځښتونو پراختیا او د سمندرونو د دوامداره مُدیریت لپاره د نړۍ د وګړو په یوې پروژې راټولول دي.

سمندرونه د ځمکې د کُرې د خوړو او درملو اصلي سرچینې دي. په پای کې، هغه ورځ ده چې د یو بل ترڅنګ، د سمندرونو ښکلا/ ښایستونه او بډاینه جشن ونیسو.

د یوه تلپاتې سمندر لپاره نوښتونه

د سمندرونو په وړاندې زیاتېدونکو جنجالونو سره، نویو حللارو او لارښودو وګړو ته هم اړتیا ده.

په همدې موخه، د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰م د سمندرونو د نړیوالې ورځې موضوع، «د یوه تلپاتې سمندر لپاره نوښت» ده. نوښت، د کړنلارو، نوي محصول او فکر/ تصوراتو پورې موبوط دی، یوه هڅانده اصطلاح ده او اصولاً د هیلو ډکه ده.

د ملګرو ملتونو سږکال د سمندرونو د نړیوالې ورځې نمانځغونډه به، د Oceanic Global په همکارۍ د مجازي پېښې په توګه ترسره شي.

دا کړنه په ټوله نړۍ کې هیله بښونکي او اثبات شوي نوښتونه رامنځته کوي او د خوشبینۍ سبب ګرځي. همدارنګه دا به د بېلابېلو شالید لرونکو مشرانو لپاره پلېټ فارم هم چمتو کړي، هغوی چې د سمندرونو د سلامتیا لپاره نوی لارې چارې وړاندې کوي.

د ورځې برنامه، ورپسې پېښې چې د (۲۰۲۰م د جون ۸مې اونۍ) کې واقع کېږي، بېلابېل نوښتونه لکه، ټکنالوژي، د سیسټمونو زیربناوې، د سرچینو مُدیریت، مصرفي محصولات، مالي او علمي اکتشافات کشف او د دې نوآورۍ څرنګوالی به تشریح کړي.

د سږکال موضوع د ملګرو ملتونو د سمندرونو د لسیزې پورې اړوند ده، چې د ۲۰۲۱م تر ۲۰۳۰م پورې د اجرا وړ او اهمیت لري. دا لسیزه به د تحقیقاتي او ټېکنالوژۍ پراختیا، چې سمندرونه له یو بل سره وتړي، پیاوړې کوي.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 266 تاريخ : دوشنبه 19 خرداد 1399 ساعت: 4:45