د نېکمرغۍ مثبتې جملې

ساخت وبلاگ
ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري 

که داسې فکر کوې چې نېکمرغي لرې خبره ده، نو پوه شه چې لویه نېکمرغي مو «انسانیت» دی. دا چې خدای تعالی په دومره مخلوقاتو کې اشرف المخلوقات خلق کړی یې، همدا دې خوښي ده.

خوښي دې باید ته خپله په خپلو لاسونو جوړه کړې، لټوه یې مه، ځکه نه شته، څوک یې درته راوړي هم نه، نو خپل کار دې دی، یوازې ستا خپل!

نېکمرغي د توکو په څومره‌والي پورې اړه نه لري، له شته شیانو ستا د خوند اخیستلو په څومره‌والي پورې اړوندېږي.

هر سهار د نېکبختۍ د بیا غوړېدلو وخت دی. زړه دې پرانیسه، مینه پکې مېلمنه کړه، بېشکه چې د خوښۍ غوټۍ به دې زړه کې وغوړېږي.

هیله‌من اوسېدل څومره خوندور وي. له ځانه تمه مه کوه چې غرور دی. له خلکو تمه مه لره چې تباه کوي دې. له خدای تعالی څخه یې وغواړه چې نېکمرغي ده.

د نېکمرغۍ اووه رازونه

کرکجن مه اوسه؛

غوسه ناک مه اوسه؛

ساده ژوند کوه؛ تمې دې کمې کړه؛

تل موسکا کوه؛

بښنه کوه؛

او یوه ډېره ښه مینه ولره.

نېکمرغي همدا زموږ یو د بل څنګ کې اوسېدل دي.

نېکمرغي همدا یو له بل سره مینه کول دي.

ډېری کسان غواړي چې لومړی ځان هوساینې ته ورسوي بیا ژوند ته ورموسک شي، خو پام یې نه وي چې تر څو ژوند ته ورموسک نه شي هوساینې ته نه شي رسېدلی.

د نېکمرغۍ په پار باید پر خدای تعالی توکل وکړئ؛ د کایناتو اړوند مثبت تفکر ولرئ؛ د هر انسان پر وړاندې مناسب تدبیر ونیسئ او د ژوند د هر اقدام لپاره صبر او زغم ولرئ.

څومره خوند کوي چې سهار او ورځ مو په موسکا او خوښۍ تېر شي. له خدای تعالی څخه غواړم چې نن له ځمکې او آسمانه درباندې خوښۍ او برکتونه واوري.

ژوند تېروئ مه، ژوند وکړئ!

نېکمرغي ستاسو د زغمونو اجر دی. بې صبري مه کوئ!

ژوند کې ټوله همدا یوه خوښي ده: مینه ورکړو او مینه راسره وشي.

همدا نن شپه لږ د هغو کسانو په اړه سوچ وکړه چې ته پرې ګران/ کرانه یې، د خپلو شته خوښیو په اړه فکر وکړه او د هغه خدای په اړه چې هېڅکله دې یوازې نه پرېږدي.

کله چې زموږ پر مخ د نېکمرغۍ یو ور تړل کېږي، دا مه هېروئ چې څنګ ته یې بل وخته پرانیستل شوی دی. موږ ډېری وخت یوازې د تړل شویو دروازو تر شا ولاړ یو او خپګان کوو.

ځينې وخت د ښځې د زړه خوښۍ لپاره یو نارینه یوه پلمه شي. ځينې وخت د یوه نارینه د خوښۍ پلمه یوه مېرمن وي او بس.

نېکمرغي یانې د شکر او منننې خاصیت لرل. له هغو شیانو خوند اخیستل چې لرئ  یې او پر هغه ځان شکر کول چې همدا اوس یاست.

نېکمرغي یانې همدا مثبت فکر چې دا اوس د دې متن په لوستلو درته پیدا شو.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 404 تاريخ : دوشنبه 19 خرداد 1399 ساعت: 4:45