هغه زده‌کوونکي چې تر دولسمه لیکل او لوستل نه شي زده کولای

ساخت وبلاگ
لیکنه: فرزانه زیار

ليکل او لوستل د ژبې هغه مهارتونه دي چې ځينې زده‌کوونکي يې ژر نه شي زده‌کولای او ځينې خو لا تر دولسمه نه شي کولای چې ليکل او لوستل زده‌کړي.

له زده‌کوونکو څخه دا خبره ډېره اورم چې استادې د پوښتنې پر ځواب پوهېږم، خو ليکلای یې نه شم.

نو کله چې زموږ زده‌کوونکی پر ذهني لحاظ فعال دی، کولای شي يو مطلب زده کړي، نو ليکل او لوستل ولې نه شي زده کولای!؟

ښايي دا جملې به مو ډېرې اورېدلي وي:

پر کوم څه نه پوهېږي د اول معلم دی.

يا ځينې استادان سرښوونکي ته راشي، وايي چې سرمعلم صاحب حوصله نه لرم، که دا اصول صنفي راکړې.

لومړی ټولګی به څه وي درس به يې څه وي!؟

د لومړي ټولګي معلمي خو کولای شم.

اصول صنفي درس نه غواړي، يوازې یې غلي کوه.

په زیاتره ښوونځيو کې اصول صنفي هغو استادانوته ورکول کېږي چې يا ډېر زاړه وي او يا هم پر څه نه پوهېږي.

هغه چې تقاوت ته نږدې شي، نو بیا د اصول صنفي استاد شي، ځکه فکر یې داسې وي چې دوی خو درس نه لري، يوازې به یې غلي کوم، نو همدا وي چې کله ټولګي ته راځي، نو خامخا به له ځان سره يو ښه غټ لرګی هم راوړي چې ماشوم بېچاره چونګ وکړي، نو پر سر یې ووهي، د ماشوم هم دومره له ښوونځي څخه زړه تور شي چې وايي:

“ای کاش دا مکتب نه وای.”

چې د ښووځي وخت شي ته به وايې دوزخ ته ځي، پر کور کې هم وايي زه  نور مکتب ته نه ځم، هلته يې مور او پلار هم لرګی پسې ور واخلي چې ښوونځي ته څنګه نه ځې، موږ درته څومره تمه لرو چې ته به ډاکټر شې، موږ به له دې غريبۍ څخه خلاص کړې.

کله چې ښوونځي ته ولاړ شي، نو هلته استاد بیا لرګی را اخيستی وي وايي غږ مو وانه ورم چې پر ټولګي کې چې یوه يا دوو زده‌کوونکو پر خپلو کورونو کې لږ څه املا زده‌کړې وي، هغه ته کتاب ورکړي چې ووايه نوی درس هغه یې هم نیم ووایي او نيم يې پرېږدي بس نور درس خلاص شي او استاد د حاضرۍ، ترقې تعليم او پلان پر جوړولو بوخت شي. تر آخره ساعته دا چې په ټولګي کې څه غوبل جوړ وي، هغه نو بیا بېله خبره ده.

کله چې استاد سترګې راجګې کړي، نو بیا خپل لرګی ور واخلي او ټول ښه ووهي.

ترنګ ترنګ د رخصتۍ زنګ شي استاد ووايي ځئ، نور مو رنګونه ورک کړئ. په داسې وخت کې نو بختور له دروازې لاړ شي او نور خو له کړکيو ټوپ کړي.

اصول صنفي عادي ټولګی نه وي، بلکې همدغه ټولګی د يوه مکتب، يوه هېواد اساس ګڼل کېږي. که د يوه دېوال سر څومره ښه جوړ کړو، خو که تهداب یې ښه نه وي، خامخا به رالوېږي، نو که څومره پر لوړو ټولګيو کې ښه استادان ولرو چې زده‌کوونکو مو په لومړيو ټولګيو کې سم درس نه وي لوستی، بیا یې هغه تکړه استادان هم پر درس نشي پوهولای.

نو د لومړيو ټولګيو استادان باید لاندې ځانګړنې ولري:

لایق وي؛

ځوان وي؛

حوصله ولري؛

د کوچنیانو په ژبه خبرې وکړي، يعنې ډېر لغات ونه کاروي؛

د ژبې بندښت یا بله داسې کومه ستونزه ونه لري؛

مهربان وي، ځکه کوچنيان نوي له خپلې مور څخه راجلا شوي وي، نو ډېرې مهربانۍ ته اړتيا لري. يوه ښوونکې يا ښوونکی بايد ماشوم ته د مور او پلار غوندې جوړ شي.

دويم علت چې زده‌کوونکي نه شي کولای ليک او لوست زده کړي، هغه د کلمو او جملو ميخانيکيت دی.

کله زده‌کوونکي توري (الفبا) زده کړي او کله خو یې لا هغه هم نه وي زده چې استاد ورته پر کلمو او جملو پيل وکړي، مثلاً  الله يو دی.

نو ورته ويل کېږي چې دا جمله به مو سبا زده وي. زده‌کوونکي هم پرته له دې څخه چې تورو ته یې وګوري چې څنګه سره یو ځای شوی، هغه جمله پر لیکلو حفظوي، خو که بیا ورته ووایي چې یوازې (زه) وليکه بيا یې نه شي لیکلای.

نو همدا وي چې ليکل او لوستل ورته د يوې بلا پر څېر ښکاري او سخت له درس څخه زړه تورن شي.

نو بايد څه وکړو، چې زده‌کوونکي مو ژر او په سم ډول ليکل او لوستل زده کړي!؟

لومړي بايد خپلو زده‌کوونکو ته توري (الفبا) په سم ډول ور زده کړو او بیا په دويمه مرحله کې د همدغو حروفو يو ځای کول ور زده شي.

خير که دا کلمې بې مانا هم وي، خو زده‌کوونکو ته له تورو څخه د کلمې جوړولو په مهارت کې رغنده رول لوبوي. د بېلګې په ډول:

که زده‌کوونکو ته اول دا وښايو چې کله چې له هر توري سره الف يو ځای کړو، نو څه به ترې جوړ شي، لکه:

با – تا- ثا- جا – څا –ځا- چا – خا – دا – ذا- را – زا- سا – ښا- شا- عا- غا- فا- قا- وا- ها – يا.

په بله ورځ: کله چې له هر توري سره (ر) يو ځای کړو.

بر – تر- جر – چر – خر – در – ذر – زر – ژر – سر – شر – کر – ګر – مر – نر – ور – ير

که له هر توري سره (و) يو ځای کړو

بو – تو – جو – خو – چو – څو –ځو ـ دو – ذو – رو – زو- ژو – سو – شو – ښو – طو- ظو- قو – کو- وو- هو- یو.

که له هر توري سره (ه) يو ځای شي :

اه – به – ته – په – جه – څه – چه – خه – ده – ذه – ره – زه – سه- ښه – شه- قه – که – وه- هه- یه .

که په همدې ډول هر توری ورته وښودل شي، چې څنګه له بل توري سره ګډ ليکل کېږي او بیا همداسې د دريو څلورو… تورو يو ځای ليکل، نو زده‌کوونکی به ډېر ژر ليکل او لوستل زده کړي.

بیا چې کله کومه کلمه وویني، لومړی به یې هجا کوي او بیا به توري سره جنګوي بیا کولای شي چې هغه کلمه په سم ډول ووايي او ويي ليکي، د بېلګې په ډول که ورته ووايو چې وليکه (ترموز)

نو زده‌کوونکی خامخا له ځان سره وايي ( تر)  (مو) او کله چې (ز) ور وسره يو ځای کړي، نو (ترموز) ترې جوړ شو.

که ورته ووايي چې وليکه (مکتب)، نو خامخا به وايي (مک) (تب) چې يو ځای شي (مکتب) ترې جوړېږي…

او تر دې چې کله چې خپله هم درس لولي، په کوم ځای کې چې بند شي، نو بیا اړتیا نه لري چې څوک د ورته ووايي، کولای شي چې خپله کلمه راجوړه کړي.

کله چې له کوم زده‌کوونکي ته یوه څه ناڅه ناپېژنده کلمه ووايم چې دا څنګه ليکل کېږي، نو ځواب یې دا وي چې دا کلمه کله موږ لوستې ده، خو که پر دې سيستم تدريس وشي، نو زده‌کوونکي کولای شي هره کلمه په سم ډول د تورو د جنګولو له لارې وليکي.

او بله  دا چې له ليکو او لوستلو سره به یې دومره مينه پيدا شي چې چې حتا تر دې که يو څوک خبرې کوي، نو دوی به پر خپلو ګوتو پر هوا کې د دوی خبرې ليکي…

یوه زده‌کوونکي مې چې پر دې ډول ليکل او لوستل زده کړي وو، نو وايي چې (مر) (سل) (کر)(کټ) نه کاوه.

یعنې مرسل کرکټ نه کاوه.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 319 تاريخ : دوشنبه 19 خرداد 1399 ساعت: 4:45