ولسمشر پارلماني چارو کې د دولت له وزیر سره د کابینې د غړو معرفي کولو په اړه خبرې وکړې

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۹) : ولسمشر اشرف غني په پارلماني چارو کې د دولت له وزیر ضیاء الحق امرخېل سره ولسي جرګې ته د نویو وزیرانو د معرفي کولو په تړاو خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګه پر حکومت د نیوکو کولو ترڅنګ څو ځله غوښتنه کوي چې د نوې کابینې وزیران دې ژر تر ژره د باور رایې ترلاسه کولو په موخه ورته معرفي کړي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه د غبرګولي په ۱۸مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن په پارلماني چارو کې د دولت له وزیر سره د ویډیو له لارې خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، په دغه ویډیو کنفرانس کې د پارلماني اړیکو د تنظیم، د قانون د طرحې، ملي شورا سره د همغږۍ میکانیزمونو د رامنځته کولو، ولسي جرګې ته د باور رایې لپاره د کابینې د غړو معرفي کولو او د درې ګونو قواوو ترمنځ د ښې همغږۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني امرخېل ته د یادو موضوعاتو په اړه لارښوونې وکړې.

بلخوا د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې ډېر ژر به د نوې کابینې غړي ولسي جرګې ته د باور رایې ترلاسه کولو په موخه معرفي شي.

خو د چارو شنونکي وایي چې دا ځل به هم د تېر حکومت په څېر د کابینې د وزیرانو په معرفي کولو کې لانجې ډېرې وي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد حسن حقیار پژواک ته وویل چې عبدالله یو ځل بیا په حکومت کې شریک  دی، خو دا ځل له عبدالله سره نورې ډلې هم شته چې ممکن د وزیرانو په نوماند کېدو کې ستونزې رامنځته او دا کار به ولسي جرګې ته د وزیرانو معرفي کول له ځنډ سره مخ کړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 250 تاريخ : دوشنبه 19 خرداد 1399 ساعت: 4:45