سیاسي اپوزیسون څه ته وايي؟

ساخت وبلاگ

ژباړه: ملیحه ناصري

اپوزیسیون هغه جوړې شوې سیاسي ډلې او ګوندونه دي چې ټاکل شوی او روان حکومت نه مني یا په هغه کې د یو څه بدلونونو غوښتونکي وي. دغه بدلونونه به د خلکو د ازاده ټاکنو او اکثریتو رایو له لارې راځي.

اپوزیسیون څه ته وايي؟

هغه ګوندونه او سیاسي ډلې چې د حکومت پر وړاندې مخالف دریځ لري. د قانون په ملاتړ سره پر حکومت نیوکې کوي. کله چې په ازاده ټاکنو یې د ډېرو خلکو رایې لاسته راوړې، د هېواد سیاسي چارې او ځواک اخلي.

اپوزیسیون څنګه رغېږي؟

په هغو هېوادونو کې چې نظام یې ډیموکراسي-پارلماني وي، قانوني اپوزیسیون کېدی شي چې دسازمانونو، ايډیالوژیو او ټولنیزو دریځونو اړوندو لاملونو ته په کتو سره بېلابېلې بڼې ولري. په بېلابېلو هېوادونو کې تر اوسه اپوزیسیون په درېیو بڼو راڅرګند شوی: واک غوښتونکی(قدرت طلبه)، اصلاح غوښتونکی او انقلاب غوښتنونکی.

واک غوښتونکي اپوزیسیون کې هغه مخالفان دي چې یوازې د حاکم نظام له سیاسیونو سره مخالفت لري. اصلاح غوښتونکي اپوزیسیون کې هغه کسان دي چې ټول حاکم نظام مني؛ خو له روانو سیاسي تګلارو سره يې مخالفت لري.

انقلابي اپوزیسیون بیا له ټول حاکم سیاسي نظام سره مخالفت لري؛ په دغه ډول هېوادونو کې هم د هېواد ايډیالوژیو، اقتصادي(وټه ييز) او ټولنیز دريځ ته په کتو رغول کېږي.

پوښتنه دا وي چې په دغسې هېوادونو کې ولې دا ډول اپوزیسیونونه نادره پدیدې او ماتېدونکي وي؟

د سترو خنډونو له جملې نه یې باید د هغه هېواد د نظام جوړښټ او سیاسي فرهنګ وڅېړل شي. د قدرت د جوړښت او اپوزیسیون د مینځ ته راتګ تر مینځ نږدې اړیکه شته. په هغو هېوادونو کې چې پارلماني دي، د اپوزیسیون د رامینځته کېدو امکان ډېر دی؛ خو پارلماني نظام پخپله د تاریخي او ایډیالوژیکو بهیرونو په لمن کې رغېږي. هغه لاملونه چې د ډېموکراسۍ مخنیوی کوي، خامخا د قانوني اپوزیسیون مخه هم نیسي.

د اپوزیسیون زغمل هم د واک له وېشه سرچینه اخلي. که چېرې د سیاسي واک په جوړښت کې بدلون را نه شي، اپوزیسیون هم نه شي جوړېدی؛ خو ډېموکراسي سیاسي واک هغه وخت جوړېږي چې مناسب فکري او فرهنګي شرایط رامینځته شي. د سیاسي رقابت او مشارکت مینځته راتلل، د قانوني اپوزیسیون د خپراوي په نوم، د واک پر سرچینو د حکومت د څار په کچې پورې اړه لري.

د قدرت سرچینې دوه ډوله دي:

سیاسي یا زورزیاتی کوونکې او بله یې ناسیاسي؛ لکه: مالي سرچینه، زدکړیزې وسیلې او د اړیکو ټینګولو توکي.

پر دغو سرچینو د حکومت د څار ډېروالی د دې لامل کېږي چې د مخالفو ډلو د مینځته راتلو کچه راټيټه شي.

د تاریخي پسمنظر له مخې د تولنې پر اداري او نظامي برخې متمرکز کنټرول د مډرنه ملي دولتونو پیدایښت کې مهم رول لري. له همدې امله ملي مډرن دولتونه لومړی ځل د مطلقه دولت په بڼه راڅرګندېږي.

د ټولنې د ادراي وسایلو د کنټرول پر سر منازعه د ملي مډرنه دولتونو په جوړېدو کې تر ټولو اړینه منازعه ګڼل کېږي.

دا چې لومړی د واک سرچینې متمرکزې شي او وروسته بیا د نظام د ټینګېدو په پار مشارکت، مخالفت یا سیاسي رقابتونه او هڅې وشي یا برعکس لومړی ایډیولوژیک رقابتونه او قانوني هڅې وشي او تر هغې وروسته د واک سرچینې متمرکزې شي؛ د ډېموکراسۍ په برخلیک ټاکلو او په ځانګړي ډول د اپوزیسیون په رغولو کې مهم رول لوبوي.

په دودیزو فرهنګونو کې هم مطلق خوښوونکې ايډیالوژۍ پیدا کېږي او هم په پېچلې بڼه د مډرنیزم د لومړنیو وختونو محصول دي.

دودیزه فرهنګ او ایډیالوژۍ چې څواک سپېڅلی او د ستایلو وړ، اطاعت یې ښه کار بولي، د مخالفو اندونو او سیاسي رقابتونو د پالنې مخه ډب کوي. د ګوندونو تر مینځ شخړې او منازعات د ټولنې ناروغي ګڼي.

خو ځینې وخت پرته له دې چې د حاکم پوړ په سیاسي لیدلوري کې ښکاره بدلون راشي، د وخت او شرایطو تر اغېز لاندې راځي، ورو ورو تحول کوي، د مخالفو ډلو شتون مني. ټولنپوهان د دې ډول ټولنو شتون کم ښيي؛ خو د تاریخ په بهیر کې تېرې شوې دي چې حکومتونو نوې تګلارې غوره کړي او دغه متحوله لیدلوري یې د مخالفینو پر وړاندې د انعطاف لامل شوی.

په ډېموکراسۍ کې د مشارکت او سیاسي رقابت بطلان د بېلابېلو ټولنیزو ځواکونو د سیاسي مبارزو پوروړی دی. په حقیقت کې سیاسي رقابت، مشارکت او قانوني اپوزیسیون په ټولو ځایونو کې پر حاکم نظام باندې تپل شوی. هر چېرته چې د یوې مخالفې ډلې ځواک د حکومت پر وړاندې ډېر شوی، هلته یې د قانوني اپوزیسیون د منلو احتمال ډېر کړی؛ نو په دغه ډول ټولنیزې مبارزې د حاکمو ډلو او ایدیالوژیو په بدلون کې اړین لامل ګڼل کېږي.

لویدیځې ډېموکراسۍ او اپوزیسیون

په لویديځه نړۍ کې د اپوزیسیون په رغاوي کې د ټولنیزو او فرهنګي لاملونو اغېز ، په ناډېموکراټيکو هېوادونو کې د سیاسي مخالفتونو د جوړښت لارې هواروي.
امریکايي پوه(رابرټ ډال) دغه شاخصونه یې د ناډېموکراټیکو هېوادونو د اپوزیسیون معیار ګڼلي دي:

۱-سازمان جوړونه: په لویديځه نړۍ کې دوې نمونې د تشخیص وړ دي. پر ائتلافي سازمان باندې تمرکز: انګلستان او امریکا. بله نمونه یې په څو ګوندونو کې د اپوزسیون خورېدل؛ لکه: فرانسه او اسټرالیا.

۲- د رقابتونو د کچې له مخې: له دوی هم دوې نمونې د پام وړ دي: یو دا چې د اپوزیسیون ډېرښت د هغه ځواک کموي. دویمه هم په محدودیتونو یا د اپوزیسیون د سازمان په یوون(وحدت) کې، مخالفت او رقابت ډېرېږي.

۳-له حوزوي پلوه د حکومت پر وړاندې د اپوزیسیون چلن بېلابېلې بڼې لري. دېموکراټيک نظامونه دوی ته اجازه ورکوي چې پر عمومي افکارو د اغېز، د ډله ييرو رسنیو د کارونې، په ټاکنیزو مبارزو کې د ګډون له لارې موخو ته د رسېدو په پارسره راغونډ شي؛خو له دغو څخه د هر یوې د کارونې څومره والی او څرنګوالی په مختلفو رژیمونو کې بېلابېلې بڼې لري.

۴-د موخو له مخې: د هغې وېشنې له مخې چې ومو کړه قانوني اپوزیسیون په سیسټم دنننه ځواک غوښتونکی یا اصلاح طلبه وي. په لویديځه نړۍ کې انقلابي اپوزیسیون مخ پر زوال درومي. سوسیالیتي او کمونیسټي ګوندونه هلته ورو ورو په اصلاح غوښتونکو ګوندونو اوښتي دي.

۵-د توکو او تګلارو له پلوه: په عمومي ډول د اپوزیسیون تګلارې د هغوی په موخو پورې اړه لري. له همدې امله د اپوزیسیون سیاسي کړنو کې ټاکنیزې مبارزې، ګوندي ائتلافونه… شمېرل کېږي.

اپوزیسیون ته بل پېژند یا تعریف:

په لغت کې ضدیت، مخالفت او مقابلې ته وايي او په ټولیزه توګه د سیاسي، اقتصادي(وټه ييز) او ټولنیز ځواک په مخالف لوري کې د ګوندونو او ډلو موخو ته د رسېدو هڅې دي. د نړۍ په سیاسي نظام کې دوه ډوله اپوزیسیون شته:

الف- په پارلماني دولتونو کې د هغوی د اساسي قانون له مخې اپوزیسیون رسمي بڼه او پارلمان کې ځای لري چې له حکومته ملاتړ نه کوي؛ خو د دولت په څېر اساسي قانون ته ځان ژمن ګڼي. هغوی کولی شي په قانون جوړوونکو غونډو او مجلسونو کې د حکومت کړنې وڅاري. دا ډول اپوزیسیونونه په لېبرال حکومتونو کې(انګلستان، فرانسه، ….) شته.

ب- په ځينو حکومتي نظامونو کې چې پارلمان او اساسي قانون ولري لکه امریکا، یا یې ونه لري لکه عربستان،نو اپوزیسیون ته په اساسي قانون کې ځای نه شته او د رسمي یا قانوني بنسټ په نوم نه یادېږي.

په درېمې نړۍ یا وروسته پاتې هېوادونو کې، اپوزیسیون هغې مخالفې ډلې ته ویل کېږي چې د همغې ټولنې د حکومتي نظام تر لاس لاندې کولو پسې ګرځي او په پټه یا ښکاره د نړیوالو ځواکونو له خوا یې سیاسي، تبلیغې او مالي ملاتړي کېږي.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 270 تاريخ : شنبه 30 فروردين 1399 ساعت: 22:30