احمد ولي هوتک د کابل په غرونو کې سخت تمرینونه کوي + انځورونه

ساخت وبلاگ

د آزادي مبارزې نوموتی افغان لوبغاړی احمدولي هوتک د کرنټین په دې شپو او ورځو کي هم په تمرینونو بوخت دی.

هغه پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼه عکسونه خپاره کړي، چي د کابل په غرونو کې بیلابیل تمرینونه کوي.

هوتک د خپلو تازه تمرینونو په اړه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي:

«فردي تمرین د کرونا سره د مبارزې یوه برخه ده، تر هغه ځایه چي زه پوهیږم ورزش د ښې روغتیا ضامن دئ، زه هم په همدې موخه د کرنټین په دې شپو ورځو کي له تمرینه لیري نه یم پاته سوی او تمرینونه کوم.»

93409515_2812831545498381_4943158267049148416_n.jpg

نوموړي د دې ترڅنګ دا هم لیکلي، چې پوره هڅه کوي څو راتلونکي کې د بیلابیلو بهرنیو لوبغاړو سره د سیالیو تړون وکړي.

ټاکل شوې وه احمد ولي هوتک د روانې اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه د روسي سیال په وړاندې د لوبې ډګر ته کښته شي، خو کرونا ویروس د یادې لوبې د ترسره کېدو مخنیوی وکړ.

احمد ولي هوتک د عبدالواسع قیومي تر نظارت لاندې په بیلابیلو برخو کي هر وخت تمرینونه کوي.

عبدالواسع قیومي د آزادې مبارزې یو له هغو روزونکو او لوبڅارانو څخه دی، چي دې برخه کي زیاته تجربه لري.

احمد ولي هوتک تېر کال له امریکا څخه تر ځانګړو تمرینونو وروسته هیواد ته راستون شو، چي له راستنېدو سره سم د نامعلومو کسانو له لوري د چاقوګانو په وسیله ووهل شو او سخت ټپي شو.

اوس هغه بیرته لوبو ته راستون شوی.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 354 تاريخ : شنبه 30 فروردين 1399 ساعت: 22:30