امنیت شورا: د طالبانو له خوا خوشې شویو ۶۰ بندیانو کې ۱۹ یې نظامیان دي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۹۹) : دافغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې د طالبانو لخوا خوشې شویو ۶۰ تنو بندیانو کې یې یواځې  ۱۹ تنه یې نظامیان ، پاتې نور یې ملکیان او  یاهم دوی ته تسلیم شوي کسان دي.

دا په داسې حاال کې ده، چې طالبانو له تیر ې یوې اونۍ راهیسې په کندهار او لغمان ولایتونو کې ۶۰ تنه بندیان خوشې کړي چې ددوی په وینا دولتي عسکر وو.

د افغانستان د  ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن د وري په ۳۰مه، تر غرمې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل،  دولت په دې خاطر چې د سولې پروسه کې پرمختګونه ولری او له کرونا سره ښه  مبارزه وشي ۳۶۱ طالب زندانیان خوشې کړل.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان حکومت د سولې پروسې ته ژمن د ی، د بندیانو خوشې کولو لړۍ ته به ادامه ورکوي او په لومړي پړاو کې به ۱۵۰۰ بندیان  خوشې کوي.

فیصل وایي : ((زموږ موخه داده چې د سولې پروسه کې چې یو فرصت پیدا شي، ګټه پورته کړو، پرمختګونه وکړي افغانستان د یوې دایمی او سرتاسري سوله تامین شي.))  

نوموړي وویل چې د حکومت لخوا د بندیانو تر خوشې کولو وروسته  د طاللبانو له ادرسه هم ۲۰ تنه کندهار او ۴۰ تنه په لغمان ولایتونو کې خوشې شول.

د ملي امنیت شورا ویاند وایي چې طالبانو ډیری د دولت ملکي کارمندان او ملکي وګړي د دولتي ځواکونو په نوم خوشې کړي دي.

د فیصل په وینا، په کندهار کې چې طالبانو ۲۰ تنه خوشې کړي، لس تنه یې نظامیان او لس تنه یې ملکي وګړی وو، چې په ملکیانو کې یې څلور تنه د نیول کیدو پر مهال زیر سن او له ۱۸ کلونو یې عمرونه کم وو.

نوموړي د لغمان ولایت په اړه وویل چې هلته په خوشې شویو کسانو کې یې ۹ تنه سرتیري، ۱۲ هغه سیمه ییز پولیس دي چې دوی ته تسلیم شوي وو.

د هغه په وینا، پاتې نورو کسانو کې  لس تنه ملکیان ۶  تنه ترخیص  یا منفک شوي سرتیري او درې تنه یې د لغمان د کرنې ریاست ملکي مامورین دي.

فیصل زیاتوي چې له خوشې شویو سیمه ییزو پولیسو سره چې طالبانو ته تسلیم شوي وو، د نافذه قوانینو په رڼا کې چلند کيږي.

ده وویل چې د لغمان په خوشې شویو کسانو کې ۲۸ تنه یې داسې چې په تیرو ۲۸ ورځو کې د قطر له تړون وروسته او څلور تنه یې په تیرو دوو اونیو کې نیول شوي وو.

د امنیت شورا ویاند وایی چې طالبانو د قطر تر تړون وروسته د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د ملکي وګړو پر تښتولو پیل وکړ، څو بیا یې د بندیانو په نوم تبادله کړي.

هغه زیاته کړه چې دوی د خپلو بندیانو لیست له طالبانو سره شریک کړی او هغوی یې باید له لیست سره سمه خوشې کړي.

هغه وایي، چې طالبان اوس هم په خپلو زندانونو او توقیف خانو کې ملکي وګړي او زیر سن کسان ساتلي دي چې دوی یې د خوشې کولو غوښتنه کوږي.

فیصل له ملګرو ملتونو ، سره صلیب، او د بشری حقوقو له نړیوالو ادارو وغوښتل چې پر طالبانو ددغو کسانو د خوشې کولو لپاره فشار راوړي.

ده زیاته کړه : (( موږ ژمن وی، چې د سشارولې پروسه پرمخ یوسو، له طالبانو هم غواړو چې د سولې اړونده خپل کارونه پرمخ یوسی. ))

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 318 تاريخ : شنبه 30 فروردين 1399 ساعت: 22:30