سویلي افریقا د آسټرالیا څخه د تیري لړۍ غچ واخیست!

ساخت وبلاگ

د سویلي افریقا او آسټرالیا کرکیت ملي لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب تر ۳ شل آوریزه سیالیو وروسته ۳ یو ورځنۍ لوبي هم ترسره سوې.

د شل آوریزه سیالیو درې واړه لوبي میلمه آسټرالیا وګټلې، خو ۳ یو ورځنۍ لوبي بیا ټولي کوربه سویلي افریقا وګټلې او د تیرو لوبو غچ ئې د آسټرالیا څخه واخیست.

آسټرالیا او سویلي افریقا کرکیټ ملي لوبډلو وروستۍ یو ورځنۍ لوبه پرون شنبه ترسره کړه، چي پکښي سویلي افریقا په ۶ ویکیټو آسټرالیا ته ماته ورکړه.

په یاده لوبه کي لومړی آسټرالیا توپوهنه وکړه. آسټرالیا د لوبي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سویلي افریقا ته د ۲۵۵ منډو هدف وټاکه.

د آسټرالیا لپاره په یاده لوبه کي لبیس چینج ۱۰۸، شارټ ۳۶، مارش ۳۲، ریچرډسن ۲۴، پینچ ۲۲ او سمیت بیا ۲۰ منډي جوړي کړې.

د سویلي افریقا لپاره بیا په یاده لوبه کي دوه ـ دوه لوبغاړي نورتي او سموتیس وسوځول، خو ډوپاویلون او پيهلوکوا بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

کله چي د سویلي افریقا لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، نو د آسټرالیا لوبډلي له لوري ورکړل سوی هدف ئې د لوبي په ۴۵،۳ آورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په ۶ ویکیټو ئې بریا خپله کړه.

د سویلي افریقا لپاره سموتیس ۸۴، کلسین ۶۸، ویراني ۵۰، ډیکوک ۲۶ او میلان بیا ۲۳ منډي جوړي کړې.

د آسټرالیا لپاره بیا هزلوډ دوې، ریچارډسن او آدم زیمپا بیا یوه ـ یوه ویکیټي واخیستله.

په دې بریا سره سویلي افریقا د یو ورځنیو لوبو د لړۍ جام ۳ پر ۰ وګاټه.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 263 تاريخ : يکشنبه 18 اسفند 1398 ساعت: 13:42