ټاکل سوې نن یکشنبه افغان او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلي د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه نن ترسره کړي.
افغان کرکیټ بورډ وايي، چي دا لوبه نن ماپښين ۱ بجه د هندوستان په ګریټر نویډا کرکیټ لوبغالي کي ترسره کیږي.
د بورډ په خبره، چي دا لوبه د افغانستان ملي سپورټ ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خپروي.
افغان لوبډلي تر دې مخکي وړمه ورځ په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي ایرلینډ ته د ډي ایل مېتود په اساس په ۱۱ منډو توپير ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي لومړی ایرلینډ توپوهنه وکړه، چي په ټاکلو ۲۰ آورونو کي ئې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.
کله چي افغان لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، نو د لوبي په ۱۵ آورونو کي ئې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۳ منډي کړې وې، چي باران سو.
وروسته افغانستان ته په ۳۰ توپونو ۴۰ منډي په کار وې، چي باران لا دوام کړ او وروسته د لوبڅارانو د پریکړې په بنسټ افغانستان ته په ۱۱ منډو بریا ورکړل سوه.
د لومړنۍ لوبي غوره لوبغاړی راشدخان ارمان وټاکل سو، چي د ایرلینډ درې لوبغاړي ئې وسوځول.
افغانستان او ایرلینډ لوبډلي تر ننۍ دوهمي لوبي وروسته د لړۍ درېیمه لوبه راتلونکې سې شنبه ترسره کوي.
له دې ځایه ددې لیکنې شریکول مه هیروئ:
Like this:
Like Loading...
اړوند لیکنې
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 280 تاريخ : يکشنبه 18 اسفند 1398 ساعت: 13:42