د ښځو نړيواله ورځ او د نړيوال جام پايلوبه!

ساخت وبلاگ

ليکنه: مدثر دعوت

نن د ښځو نړيواله ورځ او د ښځينوو د نړيوال جام پايلوبه ده.

د ښځينوو نړيوال جام دوې مخکښي لوبډلي هندوستان او اسټراليا نن تر غرمې مخکي ۱۱:۳۰ بجې د جام د پورته کولو لپاره خپل زور ازمايي.

پايلوبه د اسټراليا په ميلبورن کريکټ لوبغالي کي ترسره کيږي.

اسټراليا ښځينه کريکټ لوبډله څلور ځلي ددې جام اتله سوې ،يوځل تر نيمه پايلوبي تللې او يوځل يې دويم مقام ګټلی دی.

هندوستان تر اوسه د ښځينوو نړيوال جام ندی ګټلی،دا يې لومړی ځل دی چي پايلوبي ته ځي،دوه ځلي تر نيمه پايلوبي تللي او درې ځلي په ګروپي لوبو کي وتلي دي.

د نن پايلوبي لپاره دواړو لوبډلو د پوره چمتوالي خبر ورکړی،پداسي حال کي چي د اسټراليا پياوړې الراونډره ايلايز پيري د زخمونو له کبله لوبه نسي کولای.

اسټرالياوی تيزتوپ اچوونکی ميچل سټارک هم د خپلي ميرمني اليزا هيلي د لوبي کتلو لپاره سويلي افريقا کي خپله لوبډله لا له وړاندي پريښې وه او نن به د ښځينوو نړيوال جام ننداره له نيږدې وکړي.

دا چي نن د ښځو نړيواله ورځ ده لا له وړاندي دا پلان نيول سوی وو چي پايلوبه بايد په همدې ورځ وي.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 267 تاريخ : يکشنبه 18 اسفند 1398 ساعت: 13:42