د رسمي ژبې نه زده کړه مو کار کې ستونزې راپيدا کولی شي

ساخت وبلاگ
  • ليکنه: حنيفه مومند

له ډېر پخوا د نړۍ په بېلابېلو ملتونو کې ډول ډول تعصب ترسره شوی او تاریخ یې ګواه دی. افغاني ټولنه هم تقریباًً له دې ډول ټولنیزو ستونزو لرې نه ده پاتې شوې. که څه هم دا ډول قومي، ژبني او نژدې توپیرونه دتر پخوا کم او د ښه کېدلو په حال کې دي، خو بیا هم په ځینو ځایونو او ادارو کې شته. دلته هم د سترګو لیدلی حال وایم، چې همدا نېژدې ورځ، کې ورسره مخ شوم او په شدت یې روحاً وځپلم.

د سړک پر یو تن افسر چې نظامي جامې یې پر تن وې ولاړ وو، همدا وخت بوډۍ مور د یې مخې ته لاړه او د خپلې ستونزې يادونه یې وکړه، او په خورا عاجزانه ډول یې ترې د خپلې ستونزې د حل په د مرستې غوښتنه وکړه، خو افسر د مېرمنې دومره لویې ستونزې ته (چې د ښځې له وضعیت یې اټکل کېدای شو) يوازې په يوې جملې د پای ټکی ږدي او ورته وايې به پشتو نه مې فهمم [ په پښتو نه پوهېږم ].

همداسې مثلاً ځینو ځایونو کې پښتانه مسوولین چې کله له درې ژبو سره مخ شي ورته وايي، په درې نه پوهیږم.

پښتو او دري چې د هېواد رسمي ژبې دي او بايد  هر وګړی يې زده کړي.

نن په اکثره وزارتونو، دفاترو، رياستونو، ښوونځيو ، پوهنتونونو او داسې نورو ځايونو کې له پامه غورځول شوې، چې ډېری خلک له همدې امله له ځینو ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان وي.

که کوم زده کړيال له ولايت څخه د لوړو زده کړو لپاره کابل پوهنتون ته بريالی شي، نو ورسره سم دا اندېښنه هم وي، چې دري ژبه څنګه زده کړي چې خپلې زده کړې په سمه توګه سر ته ورسوي.

که محصل له استاد وغواړي، چې ‍لکچر په پښتو ژبه هم ووايې، د ښوونکې ستره پلمه به همدا وي چې دوي خپلې زده کړې په دري ژبه کړي او په پښتو ويلو کې ستونزه لري.

سره له دې چې خپله استادان هم پښتانه وي، اوس نو تاسو څه فکر کوئ، چې دا محصل خپله ستونزه څه ډول حل کړي؟

دا ډول په زرګونه نورې بېلګې هم شته چې دلته یې سادول شونې نه دي.

زما په اند حل لپاره يې يوه خبره بايد جدي ونيول شي، چې که په دولتي ادارو کې څوک مقررېږي، نو دا شرط باید وي، چې په پښتو او دري ژبې پوره تسلط ولري.

له دې ليکنې مې موخه دا نه ده، ګنې موږ تعصب ته لمن وهو، بلکې خپلې ژبې ته د احترام په سترګه ګورو.

نورې ژبې زده کول که لوی کمال دی

خپله ژبه هېرول بې کمالي ده

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 272 تاريخ : جمعه 25 بهمن 1398 ساعت: 0:52