د واقعي نېکمرغه جوړو لس عادتونه

ساخت وبلاگ
  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

آیا تاسو هم په خپلې شاوخوا کې نېکمرغه جوړې لرئ، چې تازه یې واده کړی وي او داسې ښکاري، چې له یو بل سره د اوسېدلو له هرې شېبې څخه خوند اخلي؟ څنګه امکان لري، چې له یو بل سره د ډېرې مودې ژوندکولو وروسته او هغه فشار او سټرس، چې ورځنی ژوند او کورني مسایل یې په انسان باندې واردوي، هغوی وکولای شي خپله اړیکه د لومړیو ورځو په څېر ښه وساتي؟ د دې لیکنې په دوام د نېکمرغه جوړو په لسو عادتونو باندې رڼا اچول کېږي.

۱ ـــ هغوی  په هم مهالې توګه او په ګډه خوب ځای ته ځي

په یاد مو دي چې د واده په لومړیو کې هېڅکله وروسته له دې چې د ژوند شریک مو خوب ځای ته تله، تاسو د ټلویزیون نندارې ته نه کېناستئ؟ دا چاره د ګډ ژوند د دوام لپاره ډېر زیات ارزښت لري. کله چې په ګډه خوب ځای ته ځئ، حتا که جنسي اړیکه هم ونه لرئ، نو په دې باندې ډاډمن کېږئ، چې د یو بل ترڅنګ یاست. له یو بل سره ویده کېدل د دې ښکارندویي کوي، چې له یو بل څخه خوښ او راضي یاست.

۲ ـــ هغوی ګډې لېوالتیاوې پیدا کوي

ډېره زیاته مهمه ده، چې په ګډه د یوه کار له ترسره کولو څخه خوند واخلئ. په ډاډ سره ویلی شم، چې تاسو د یو بل له ټولو بوختیاوو څخه خوند نه اخلئ، دا چې د خپل ځان او خپلو بوختیاوو لپاره وخت په پام کې ونیسئ، د اړیکې لپاره کولای شي ډېر ګټور تمام شي، خو باید داسې فعالیتونه پیدا کړئ، چې تاسو دواړه د یوې جوړې په توګه له ترسره کولو څخه یې خوند واخلئ، د رسټورانټونو له ازمویلو څخه نیولې د سریالونو تر ننداره کولو پورې، چې ستاسو دواړو خوښېږي، هرڅه چې ستاسو دواړو لپاره په زړه پورې وي، نو ترسره یې کړئ.

۳ ـــ هغوی یو بل لمس کوي

کوچني کارونه لکه دا چې د یو بل لاس ونیسئ، یو بل په غېږ کې ونیسئ او د یو بل په اوږو باندې لاس واچوئ، ستاسو ترمنځ د نږدې والي احساس زیاتوي او د بریالي ګډ ژوند یو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي. کله چې کلونه د یو بل ترڅنګ واوسئ، په ډېرې آسانۍ سره کېدلای شي، ستاسو ترمنځ صمیمیت او نږدې والی له منځه لاړ شي. کله چې لاس په لاس په سړک باندې قدم وهئ، یو بل او دغه راز نورو ته دا پیغام ورکوئ، چې تاسو نېکمرغه یاست.

۴ ـــ هغوی په یو بل باندې بېځایه نه غوسه کېږي

نېکمرغه جوړې، کوم مثبت کارونه، چې د ژوند شریک یې ترسره کوي، پرې ټینګار کوي او ستایي یې. هغوی د تل د یو بل له تېروتنو څخه یادونه نه کوي، غوسه کېږي نه او په یو بل باندې نیوکه نه کوي. که کوم څه تاسو ډېر ځوروي، نو په اړه یې د خپل ژوند له شریک سره خبرې وکړئ، خو دا چې وغواړئ تل د هر کوچني څیز لپاره غوسه شئ، اصلاً ښه کار نه دی او ستاسو خواشیني کول، د مقابل لوري لپاره مو خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

۵ ـــ هغوی د خدای پامانۍ پرمهال د یو بل ښکلول او د درسره  مینه لرل ویل نه هېروي

د ځینو کوچنیو او تکراري کارونو ترسره کول، ښایي د ځینو کسانو لپاره بې خوند او بېځایه وي، خو ډېر زیات ضروري دي. سهار مخکې تر دې، چې دندې او کار ته لاړ شئ، یو بل ښکل کړئ او یو بل ته ووایئ، چې درسره مینه لرم او له غرمې وروسته هم له یوې اوږدې کاري ورځې وروسته همدا کار ترسره کړئ؛ دا کار په ډېرې مینې او لېوالتیا سره ترسره کړئ او وبه وینئ، چې د دې کار په ترسره کولو او د احساساتو په شریکولو، له یوبل سره ډېره مینه او لېوالتیا پیدا کوئ. کله چې خپله ورځ په مثبت کار سره پیل کړئ، نو ښه ورځ به په مخکې ولرئ.

۶ ـــ هغوی یو بل نه هېروي

آیا داسې کېدای شي، چې هغه کس هېر کړئ، کوم چې هره ورځ ورسره ژوند کوئ؟! هو دا پېښه په ډېرې آسانۍ سره رامنځته کېږي، زموږ په لېونۍ نړۍ کې، په ډېرې آسانۍ ورځنۍ بوختیاوې د دې سبب ګرځي، چې یو بل سره هېر کړو. په یاد مو دي، چې د واده په لومړیو ورځو کې د یو بل له لیدلو سره مو څومره مینه او لېوالتیا لرله؟ اوس څه څیز د دې احساس مخه نیولې ده؟ د یو بل لپاره وخت په پام کې ونیسئ او د خپل مقابل لوري د خوشاله کولو لپاره که هرڅومره کوچنی کار هم وي، نو ترسره یې کړئ. د الله (ج) ډېر شکرونه پرځای کړئ، چې له یو چا سره مینه لرئ او هغه هم له تاسو سره مینه لري.

۷ ـــ هغوی له یوبل سره بهر وځي

له یو بل سره ژمنه کول ډېره اړینه ده، لکه د کوژدې د دوران په څېر له کوره بهر له یو بل سره د لیدلو ژمنه وکړئ او د ټولې شپې لپاره پروګرام جوړ کړئ، دا کار د دې سبب ګرځي، چې د اړیکې د ښې کېدو او د یو بل له ملتیا څخه د خوند اخیستلو لپاره هڅه وکړئ، که له نظره مو دا کار خندونکی راشي، دا چې په ځان باندې پام کوئ او له کوره بهر د خپل ژوند له شریک سره د لیدلو ژمنه وکړئ، ستاسو اړیکه پیاوړې کوي او په تاسو کې د نېکمرغۍ احساس را ژوندی کوي. کله چې د خپلې مینې د اور د ژوندي ساتلو لپاره هڅه وکړئ، نو د نېکمرغۍ په لاره کې ګام پورته کوئ.

۸ ـــ هغوی د یو بل له ملتیا څخه خوند اخلي

دا چې له یوبل سره د رښتینو، واقعي او صمیمي دوستانو په څېر واوسئ، ډېرې زیاتې هڅه ته اړتیا لري، کله چې دومره زیات یو د بل ترڅنګ اوسېدلي یاست، چې داسې احساس کوئ ټول عمر مو یو د بل ترڅنګ تېر کړی دی، په ډېرې آسانۍ د یو بل حضور نالیدلی نیسئ. د خپلو لېوالتیاوو، د هغو پېښو په اړه، چې د ورځې په اوږدو کې ورسره مخامخ کېږئ او هغه کسان، چې پېژنئ یا بل هر څیز چې له خپل ښه دوست سره ورباندې بحث کوئ، له یو بل سره پرې خبرې وکړئ.

۹ ـــ هغوی له تکرار څخه تښتي

ستاسو اړیکه نباید د یوه تنظیم شوي پروګرام په څېر وي. آیا هره ورځ په یوه ټاکلي ساعت له یو بل سره اړیکه نیسئ؟ هره شپه هماغه تکراري کارونه ترسره کوئ؟ که داسې وي، نو په خپل پروګرام کې بدلون رامنځته کړئ. د یوې جوړې په توګه ستاسو ژوند نباید د وړاند وینې وړ وي. انسان هېڅکله، له هېڅ څیز څخه، چې د یوه بدلون نه منونکي پروګرام په څېر وي، خوند نه شي اخیستی، یو بل په حیرانونکو او په زړه پورې کارونو سره خوشاله کړئ.

۱۰ ـــ هغوی خپل ګرځنده ټیلیفون له ځانه لرې کوي

نېکمرغه جوړې، کله چې د یو بل ترڅنګ وي، نو خپل ګرځنده ټیلیفونونه له ځانه لرې کوي او خپل ټول پام په یو بل باندې متمرکز کوي. هغه پیغامونه، چې په وایبر او واټساپ یې ترلاسه کوي اړین نه دي او د اینسټاګرام انځورونه به هم ونه تښتي. کله چې حواس مو د خپل موبایل خواته وي، یوازې بدن مو د یو بل ترڅنګ دی او له یو بل سره د اوسېدو احساس نه کوئ، د دې لپاره، چې له هغه وخت څخه خوند واخلئ، کوم چې له یو بل سره یاست، نو خپل ګرځنده ټیلیفونونه له ځانه لرې کړئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 345 تاريخ : جمعه 25 بهمن 1398 ساعت: 0:52