په تېرو ۱۰ کلونو کې د نړيوال کريکټ حالت.

ساخت وبلاگ

دا چې کرکټ له څو سلیزو راهیسې په انګلستان کې رامنځته شوی دی، نو د کرکټ لپاره یې له همغه وخت مټې رابډ وهلي؛ ترڅو کرکټ پرمختګ وکړي. دا چې انګلستان په یواځې ځان دا چاره نه شوه ترسره کولی، چې کرکټ ته د نړۍ په کچه پرمختګ ورکړي؛ نو نور هېوادونه یې له ځان سره همغاړي کړل او د کرکټ پرمختګ لپاره یې یو بل ته لاسونه ورکړل.

مخکې د کرکټ لپاره څو محدود هېوادونه او لوبډلې وې، لکه انګلستان، اسټرالیا، هندوستان، نیوزیلېنډ، افریقا، ویسټ انډیز، پاکستان هغه هېوادونه وو، چې کرکټ کې به یې زیات نوم اخېستل کېده او لوبې به یې کولې.

دا لوبډلې هر چا پېژندلې او د نړۍ په کچه مشهورې وې؛ خو دا چې انګلستان غوښتل څو کرکټ د یوې مخکښې لوبې په توګه له نورو لوبو لکه فوټبال، رګبي او نورو سره سیالي وکړي او یا هم ترې مخکې نو د دې لپاره ډېرې هلې ځلې پیل کړې.

انګلستان، هندوستان او اسټرالیا د کرکټ د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې وکړې او کرکټ یې دومره کړ، د نړۍ په کچه یې په خلکو وپېژانده او ډېر خلک یې مینوال هم شول.

اوس ډېری هېوادونو کې د کرکټ منظمې مسلکی اکاډومۍ موجودې دي او له ماشومانو نیولې، تر ځوانانو او تنکیو ځوانانو پورې کسان پکې په مسلکي کرکټ زده کولو بوخت دي.

په بهرنیو هېودونو کې بیا انجونې هم کرکټ زده کوي او خپلو لوبډلو کې د لوبېدو لپاره هلې ځلې کوي.

کرکټ په تېرو لسو کلونو کې

د کرکټ لوبې له ۲۰۰۹ م کال څخه بې ساری پرمختګ پیل کړ، ډول، ډول لیګونه پرانېستل شول او ډېری ځوانان او انجونې پکې په لوبو بوخت شول.

د اې پي ایل لیګ په ۲۰۰۸ م کال کې پیل شو، بېګ باش لیګ په ۲۰۱۱ م کال کې اسټرالیا کې تاسیس شو، بلاسټ سیالۍ په جوش او خروش کې ترسره شوې، مزانسي لیګ، سي پي ایل لیګ، بنګله دېش لیګ، کاناډا ګلوبل لیګ، پاکستان سوپر لیګ، شپږیزه لیګ، افغانستان کرکټ لیګ، ټي ټین کرکټ لیګ، د قطر کرکټ لیګ، سل توپونو لیګ او نور لیګونه تاسیس شول.

له دې ور ها خوا بیا ډېری دوهمه درجه لوبډلې په نړیوالو جامونو کې ولوبېدې.

افغان لوبډله په نړیوالو جامونو کې راڅرګنده شوه، ۲۰۱۰ کال نړیوال شل اوریز جام کې ولوبېده، ۲۰۱۴ م کال اسیا جام کې یې ونډه واخېسته، ۲۰۱۵ م کال پنځوس اوریز نړیوال جام کې یې سکاټلېنډ مات کړ، ۲۰۱۶ م کال نړیوال شل اوریز جام کې یې د شل اوریزو لوبو اتله لوبډله ویسټ انډیز ماته کړه، ۲۰۱۸ م کال کوالیفای جام سیالیو کې یې برخه واخېسته او اتلولي یې هم وګټله.

افغان لوبډله په ۲۰۱۹ م کال کې نړیوال جام کې ولوبېده، له هغې وړاندې یې شل اوریز سیریزونه وکړل او پایله یې تر ډېره مثبته وه.

زِمبابوې، ایرلېنډ، کاناډا، هانکانګ، عربي متحده امارات، کوېټ، مالیزیا او نورې دوهمه درجه لوبډلې وتوانېدې چې ځانونه ثابت کړي او د کرکټ مینوال زیات کړي.

ددې ترڅنګ د ښځینه وو لوبډلو په جوړولو کار پیل شو، له افغانستان پرته زیاتره نورې لوبډلې ښځینه لوبډلې لري، چې سیریزونه او نړیوال جامونه لوبوي.

دې چارې سره د کرکټ نړیواله شورا غواړي، چې ښځينه قشر هم له کرکټ سره اشنا او مینوال یې پېدا کړي.

د کرکټ د ټېکنالوژۍ او اصولو برخه

د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ د اصولو او ټېکنالوژۍ په برخه کې ډېر کار وکړ او لا ډېر کار ته اړتیا ده.

هاټ سپاټ ټېکنالوژي، وېکټو کې د مایک او اشارو یا څراغونو لګول، ډول، ډول کمرې لګول، الټرا اېج ټېکنالوژي او نورې ټېکنالوژۍ رامنځته شوې.

اوس د نړۍ سربېره افغانستان کې هم کرکټ ډېر مینوال لري او ډېری ځوانان په لوبو بوخت دي.

نو په ټوله له ۲۰۰۷ م کال څخه تر دې دمه کرکټ ډېر پرمختګ کړی او کرکټ یې لا ښکلی کړی دی.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 258 تاريخ : سه شنبه 10 دی 1398 ساعت: 12:46