د اډیلایډ لوبډلې دریمي بریا باندي د راشدخان اغيز.

ساخت وبلاگ

دا چې راشدخان په نړیوال جام کې ښه ونه ځلېد او په توپ اچونه کې وټکېده؛ نو ورسره یې جوخت نورې لوبې هم زیانمنې شوې؛ خو اوس یو ځل بیا هغه فوم کې ښکاري او د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې ښه ځلېږي.

هغه په دوو لوبو کې خورا ښه توپ اچونه وکړه، په لسمه لوبه کې یې د پېرت سکارچرز لوبډلې پر وړاندې ۴۰ منډې ورکړې او درې وېکټې یې واخېستې او د یکشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۲۹ مه نېټه یې د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې خلاف یې یو ځل بیا درې وېکټې واخېستې او لوبې غوره لوبغاړی شو.

هغه په ۱۶ توپونو د دوه شپږیزو او دوه څلوریزو په مرسته ۲۵ منډې وکړې او د توپ اچونې په برخه کې یې د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې درې وېکټې چې دوه یې بولډ اوټ او یو یې رن کړ ترلاسه کړې.

راشدخان د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم واخېسته.

بېګ باش لیګ کې د راشدخان دې اړوند لوبډلې اډیلایډ سټرایکرز تر دوشنبې ورځې د ډېسمبر تر ۳۰ مې نېټې پورې ۴ لوبې کړې وې، چې درې یې ګټلي او یوه لوبه یې د باران له امله بې پایلې شوې ده.

اډیلایډ لوبډله د نومرو په جدول کې تر دې دمه لومړۍ ده.

د راشدخان په اړه د انګلستاني توپ وهونکي فېلېپ سالټ خبرې:

فېلېپ سالټ ویلي « په رښتیا هم راشدخان په درې لوبو کې زمونږ بری یقیني کړ او اډیلایډ لوبډلې ته یې درې پرله پسې بریاوو کې ستر رول ولوباوه».

راشدخان په ۱۳ مه لوبه کې ۴ اورونوکې ۲۳ منډې ورکړې وې او یوه وېکټ یې اخېستې وه، سربېره پر دې یې په ۲ توپونو ۶ ناسوځېدلې منډې هم کړې وې.

فېلېپ سالټ چې په ښي لاس توپ وهنه کوي، ۲۰۱۹ او شل م کلونوکې بېګ باش لیګ کې له اډیلایډ سټریکرز لوبډله له راشدخان سره یو ځای لوبېږي او په ۱۵ مه لوبه کې یې د سټرایکرز لوبډلې لپاره نیمه سلیزه ووهله او لوبډله یې د راشدخان د ښې الراونډرۍ په مرسته بري ته ورسوله.

راشدخان دې د سه شنبې په ورځ د ډېسمبر په وروستۍ نېټه خپله پنځمه لوبه او د لیګ ۱۷ مه لوبه له سېډني تندر لوبډلې سره کوي.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 289 تاريخ : سه شنبه 10 دی 1398 ساعت: 12:46