که د ذهني ستړيا سره مخ يئ نو ويې لولئ!

ساخت وبلاگ

راټولونه: شپنه سلګۍ

ولې هميشه د ستړيا احساس کوئ؟

ايا پوره خوب نه کوئ او که کوم جسمي يا روحي مشکل لرئ،چې ستړيا يې درته پيدا کړې ده؟

ستړيا او يا ذهني ناارمتيا يو له هغو سترو مشکلاتو څخه ده،چې ګڼ شمير خلک ترې شکايت کوي او مجبوريږي چې ډاکتر ته مراجعه وکړي.

ډاکتر رالتسون په دې اړه وايې(د ذهني ناارامۍ په اړه خلک مختلفې خبرې کوي ځينې وايي چې حوصله نه لرم،ځينې وايې چې سخت ستړى يم ځينې وايې په کوچنۍ خبره احساساتي کيږم…..)

ذهني ستړيا کيداى شي چې د زيات کار کولو له وجې وي مګر تر ټولو زيات احتمال لرونکى ځواب يې له دې برعکس دى،يعنې تاسو په کافي اندازه کار نه کوئ ځکه د ذهني ستړيا څخه کړيږئ.

څنګه د ذهني ستړيا څخه خلاص شو؟

ډاکتر رالتسون وايي( د نن ورځې د ذهني ستړيا تر ټولو ستر لامل په عصري بڼه ژوند کول دي لکه د اندازې څخه زيات خوارک او منظم ورزش نه کول او داسې نور)

که غواړئ چې د ژوند په شيبو کې مو بدلون رامنځته شي نو دغه درې ټکي په يا ولرئ

1 -هغه څه چې خورئ کوښښ مه کوئ چې د خپل بدن د انرژۍ اندازه مو د کافي غوړ او يا قند لرونکو موادو په خوړلو سره لوړه کړئ

د دې کار په کولو سره ستړيا او د وينې په قندونو کې ګډ وډي رامنځته کيږي.

2 – په يوه شپه ورځ کې څومره ويده کيږي؟

په 2017 کال کې په امريکا کې د يوې تر سره شوې ټولپوښتنې په ترڅ کې 60 سلنه خلکو ويلې ول،چې کافي خوب نه کوي او د بې خوبۍ له امله سخت په تکليف دي

نو که غواړې چې ذهني ستړيا ونه لرئ په يو تياره او ارام ځاى کې پوره خوب وکړئ.

3 – څومره ورزش کوئ؟

دا يوه مهمه موضوع ده که غواړئ چې ذهني خستګي مو لرې شي نو منظم ورزش وکړئ

په اونۍ کې څلور ورځې هره ورځ د څلويښت دقيقو له پاره ورزش د ذهني ناارامتيا له پاره ډير مفيد دى.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 252 تاريخ : سه شنبه 10 دی 1398 ساعت: 12:46