د کونړ د بولډروال پر پروژه د فساد تورونه؛ پروژو کې فساد او غبن ته څوک لار پرانیزي؟ 

ساخت وبلاگ

لیکنه: عصمت الله صافی

تاسې به، په پروژو کې د فساد په اړه ډېر اورېدلي وي؛ خو لږ شمېر به ستاسې له ډلې داسې وي، چې د کره ثبوتونو له مخې نیوکې کوي. معمولا، د پروژو د پیلیدو او سرته رسېدو امتیاز لوړ پوړي چارواکي اخلي، د خپلې دندې د بقا لپاره اړ وي، چې په یوې لویې غونډه کې رابلل شویو ته وښايي، چې د خلکو د هوساینې او ستونزو له منځه وړلو لپاره شپه او ورځ لاس په کار دي.

هو، په حکمرانانو یا چارواکو کې توپیر شته، ځینې د زړه له تله د کار په کولو زړه ته تسلي ورکوي، مفسیدین یې اداره کې دندې له لاسه ورکوي او د شهرت پر ځای عملي کړنې غوره بولي، چې د سیمه ایزو خلکو په خیر تمام شي؛ خو د بله ډله چارواکو ټول پام پر دې راټول وي، چې د ډلې ملګری یې پر هغې څوکۍ وګمارل شي، چې دغه بانډ ته ترې پرېمانه پیسې راروانې وي، دا ځایونه تر ډېره د دوه ولایتونو ترمنځ پولې وي، ښايي له بې وزلو سره مرستندویه ادارې و اوسي، یا هم حکومتي ادارې وي، لکه د ټولګټو چارو، ښاروالۍ، کلیو بیارغونې، ښارجوړلو او یا ځینې نور بنسټونه وي، چې په سیمه کې د پرمختیایي کارونو مسوولیت ورترغاړې وي.

فرض کړئ، کونړ کې د بولډر وال پروژه، چې دا شپې ورځې پرې د فساد نیوکې دي، ډېره ښه پرمخ روانه ده، فساد پکې نشته، سیمه ایز خلک وايي ځمکې به یې له سیلاونو وژغورل شي او یو کس چې دا ډول پروژې یې ډېرې سرته رسولي،هره ورځ یې نوي انځورونه د خوښۍ په پار خپروي، وايي د سیمې خلکو ته حیاتي پروژه ده، ځمکې به یې حاصلات ډېر کړي او له خونړي سینده به، په امن شي. (!)

ددغه ستاینو ټول امتیاز په سیمه کې لومړی والي او بیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ادارې ته منسوبیږي، مانا دا چې د والي او د اړونده ادارې له لوري په سم ډول د کارونو ارزونه روانه ده او دواړه ښاغلي د زړه له تله کار کوي.

هو، چې د پروژو د ښه ترسره کېدو امتیاز والي او اړوندې ادارې ته منسوبیږي؛ نو په پروژو کې د فساد او غبن پېښېدل هم د ددې ښاغلو مسوولیت دي، د ولایت والي د ټولو ادارو له کړنو د څارنې مسوولیت لري او د کلیو بیارغونې او پراختیا ادارې مشر د کارونو د ښه ترسره کولو.

له څو ورځو راهیسې د بولډر وال د پروژې بېلا بېل انځورونه خپریږي، د ولسي جرګې وکیل، په ادارو کې ځینې شته تکړه ځوانان او د ولس خواخوږي ددغه فساد د څېړلو وايي؛ خو نه والي او نه هم د کلیو بیارغونې او پراختیا ادارې دغو غبرګونونو ته ځواب ویلی..
اوبه تل ، له پاسه خړیږي.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 264 تاريخ : پنجشنبه 5 دی 1398 ساعت: 17:35