په کابل کي د سنوکر ټاکنیزي لوبي پيل سوې

ساخت وبلاگ

د مسئولینو په خبره پرون چهارشنبه په مرکز کابل کي د افغانستان ملي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د سنوکر لوبي پيل سوې.

د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټه وايي، چي په دې سیالیو کي د هیواد د بیلابیلو ولایتونو څخه ۵۰ تنه لوبغاړو ګډون کړی، چي له ډلي ئې ۲۸ لوبغاړو د ولایتونو څخه او پاته نورو لوبغاړو بیا د مرکز کابل څخه ګډون کړی.

د یادي کمېټې په خبره، چي د سنوکر دا لوبغاړي به په لسو ورځو کي یو د بل په وړاندي سیالۍ ترسره کړي.

د یادو لوبغاړو له ډلي به ۱۶ تنه تکړه لوبغاړي د افغانستان ملي لوبډلي ته غوره کړل سي.

د یادو سیالیو رسمي پرانیسته د افغانستان د بدني روزني او اُلمپيک ملي کمېټې رئيس حفیظ الله ولي رحیمي وکړه.

رحیمي یادۍ سیالۍ خورا مهمي وبللې او زیاته ئې کړه، چي د یوې ځانګړي کمېټې له مخي به لوبغاړي غوره کیږي او بیا به ملي ټيم ته ټاکل کیږي.

هغه ګډونوالو لوبغاړو او د سیالیو مسئولینو ته د هر ډول همکاریو ژمنه ورکړه.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 223 تاريخ : پنجشنبه 5 دی 1398 ساعت: 17:35