دې ملازم پخپل لګښت ښوونځي ته درسي خونې جوړې کړي؛ اصلي پيغام یې څه دی؟!

ساخت وبلاگ

لیکنه: غازي عابد

په بدخشان کې یوه ملازم یوه ښوونځي ته په خپل شخصي لګښت درې درسي خونې جوړې کړي دي.

د افغانستان د پوهنې وزیر په بدخشان کې د ښوونځي له دغه ملازم ستاینه وکړه.

د پوهنې وزارت ویلي؛ وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د قره بلاق لمړني ښوونځي ملازم سخي داد څخه ستاینه وکړه چې د خپلې شخصي بودجې څخه یې په یاد ښوونځې کې درې درسي خونې جوړې کړي دي.

پوهنې وزیر د یاد ښوونځي د ملازم د ستاینې په غونډه کې لارښوونه وکړه چې د هغه ښوونځي نوم چې سخي داد په کې درې درسي خونې جوړې کړي د هغه په نوم ونومول شي.

ډاکتر بلخي د ماشومانو ښوونې او روزنې په ګټه د هغه د ملګرتیا او همکاري له امله خوښي وښوده.

یاد وزارت ویلي؛ په دې لیدنه کې په بدخشان کې د لمړني ښوونځي ملازم خلکو ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د ټولنې هر غړۍ په لږ تر لږه سپما سره کولاې شي د هیواد ماشومانو د اسانیتا منځ ته راوړلو په برخه کې له ښوونې او روزنې سره لوړ ګامونه اوچت کړي.

باید وویل شي چې د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د قره بلاق لمړني ښوونځي ملازم له خپلې شخصۍ بودجې څخه د۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت درې درسي خونې جوړې کړي دي.

د پوهنې له وزیر سره د یاد ملازم ناسته او ستاینغونډه

پیغامونه؛ کم معاش، بي وسي او لوی زړه !

دا واقعاً سخت دی چې په دې له غربته ډکو شرایطو کې دې یو څوک دومره هم با احساسه اوسي چې د خپلو نورو وطنوالو لپاره د پوهې د ډیوې بلولو غم ورسره وي.

ځکه نن سبا د افغان معلم معاش له لس زرو افغانیو نه پورته کیږي، د ملازم خو حتماً کم وي، اما یو ملازم ددې باوجود هم دومره احساس لري چې د وطن رغوونې په یوه اساسه برخه کې خپل رول ولوبوي.

ولې داسې کیږي؟ که د همدې ملازم معاش موږ د میاشتې اته زره افغانیو حساب کړو، نو ویلی شو چې ایله په شا او خوا دوه کلنو کې همدومره معاش له یوه ښوونځي واخلي، خو احساس بل څه دی او بیا داسې احساس چې له وطن سره وي.

وطن زبیښونکو ته پيغام !

دا واقعاً هر انسان ته یو پیغام لري، هغو ته چې د هیواد ودانونې چغې یې پورته کړې دا پيغام لري چې دا وطن رښتیا هم ابادیږي او ستاسې د سفر ملګري په هره کچه، هر ځای او ډیر دي.

زموږ د چارواکي په نوم غاصب، مفسد او بدبخته ته دا پيغام لري چې رښتیا هم ستاسې لمنه درټولیږي، نن که نه وي سبا به تاسې له دې ټولنې دداسې بافرهنګه، با احساسه او پر افغان دردیدونکي عادي انسان نه هم هلاک کیږئ.

او د وطن دښمن ته پيغام لري چې که نن تاسې هر ډول استخباراتي لوبې وکړې یا یې کوئ، خو نیږدې وخت کې ددې ټولنې ددې ملازم او هغه سپین ږیري په شان خلک شته چې خپله ځمکه ښوونځي ته ورکوي، خپل اولادونه څو کیلومټره لرې ښوونځي ته هره ورځ وړي…. دا خلک به ددې وطن مالکان کیږي او هره لوبه چې د افغانستان دښمنان یې غواړي، به ناکامیږي.

هغوی ته چې څه نه شي کړای !

هغوی ته چې د وطن د ابادۍ، ژوندي کیدو او روښانه ژوند هیله لري، اما عمل نه شي کولی، ورته پيغام دا دی چې هر یو باید لاس په کار شو. هیڅکله یوازې په تمه یادو موخو ته نه شو رسیدای، راځئ ستاسې ملګري ډیر دي، یو تحرک پيل کړئ او ښه په نره یې پیل کړئ. راځئ له هر ډول محافظه کارۍ لرې شئ او د وطن ابادونۍ او ژغورنې له دې کوچني راپيدا شوي پټ غورځنګ سره چې ورو ورور راښکاره کیږي، یوځای شئ.

ځینو ته دا پیغام هم لري چې که په هر ځای او موقف کې یاست، که نور څه نه کوئ، بس همدومره وکړئ چې له وطن سره د مینې او مرستې لپاره فساد، بې عدالتي، بې انصافي او زیاتی مه کوئ، خپله دنده هغسې اجرا کړئ څنګه چې باید وشي، همدا بس دی او همدا واقعاً هم ستاسې تر ټولو لویه قرباني ده، همدا به ستاسې داسې مینه وي لکه دې ملازم چې د خپلو نشتو امکاناتو په صورت کې له دې وطن سره وښوده !

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 282 تاريخ : پنجشنبه 5 دی 1398 ساعت: 17:35