د کامينز ميرمن د IPL په پيسو څه اخلي؟

ساخت وبلاگ

ليکنه: مدثر دعوت

د اسټراليا د تيز توپ اچوونکي پټ کامينز ميرمن د IPL په پيسو سپي ته ډالۍ اخلي.

د ۲۰۲۰ز کال هندوستان پريمرليګ لپاره بولۍ چي په کلکتې ښار کي ترسره سوه، کامپنز د کلکتې له لوري د تر ټولو ګران بيه لوبغاړي په حيث واخيستل سو.

پټريک جيمز کامينز د کلکتې له لوري په ۱۵.۵ کروړه هندۍ پيسو واخيستل سو.

خو تاسو پوهيږئ د کامينز ميرمن ربيکا بوسټن پدې پيسو څه کوي؟

د کامينز ميرمني د رسنيو سره په مرکه کي ويلي چي دا به هغه پيسې چي کامينز ته د کلکتې لوبډلي له لوري ورکول کيږي يو بل سپی رانيسي او خپل سپيانو ته به د ساعتيري ، لوبو سامانونه او ډالۍ واخلي.

کامينز د خبريالانو سره په مرکه کي وايي:

چي کله مي د خپلي ميرمني ويډيو وکتله ډير حيران سوم،ځکه ددې لومړۍ خبره او پلان دا وو چي يو بل سپی هم رانيسي، د سپي لپاره پيسې مصرف کړي،او د لوبو لپاره ورته سامانونه واخلي.

پټ کامينز اوسمهال په بيګ باش ليګ کي مصروف دی ،ترهغه وروسته هندوستان ته ځي او د کلکتې نايټ رايډيرز لوبډلي سره يوځای کيږي.

نوموړی په ۲۰۱۴ کال کي د کلکتې لپاره لوبيدلی وو، په ۲۰۱۵ز کال کي د ډهلي کاپيټل لوبډلي سره يوځای سو، په ۲۰۱۷ز کال کي ممبی انډينز رانيوی او دادی بيرته کلکتې لوبډلي رانيوی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 231 تاريخ : پنجشنبه 5 دی 1398 ساعت: 0:23