د افغانستان د خپلواکۍ د اتل شاه غازيامانالله خان جوړ سوی فلم د کابل په سينماو کي نندارې ته وړانديکيږي.
د افغان فلم رئيسي صحرا کريمي پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چي غواړي د افغان فلم له لوري د شاه غازي امان الله خان په اړه مستند فلم د سينما د نړيوالي ورځي په وياړ په پلازميني کابل کي نندارې ته وړاندي کړي.
نوموړې په خپل ټويټ کي ليکي: د ای خانم په نوم سينما چي په پل سُرخ سينما کي موقعيت لري،او نمارسانه سينما چي د مزاري په جاده کي موقعيت لري،د شاه امان الله خان مستند فلم پکښې نندارې ته وړاندي کيږي.