د خوست کوچنی والي؛نن یې له یوې لوړپوړې چارواکې سره ولیدل او ولسمشر ته لیک ولیږه !

ساخت وبلاگ

د خوست ولایت د رسنیو دفتر وايي، په دې لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت معینې اغلې حسنا جلیل ته له ښه راغلاست وروسته بصیر له اغلې معینې سره ددې ولایت د یتیمو ماشومانو ستونزې شریکې کړې.

بصیر په خپلو خبرو کې وویل:

 «د روزنتون ماشومان تدریسي خونو، لیلیې ودانۍ، درملو، خوراک څښاک او عصري زده کړو ته اړتیا لري.»

د خوست کوچني والي بصیر له اغلې حسنا جلیل هیله وکړه چې د دوی غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې تر جلالتماب جمهور رئیس پورې ورسوي.

یتیمو ماشومانو په خپل وار سره د کورنیو چارو له معینې سره ستونزې په مخامخ توګه شریکې کړې او هیله یې څرګنده کړه، چې د دوی د ستونزو په هواري کې به ګوټلي ګامونه پورته شي.

په دې ناسته کې بصیر او د هغه د ملګرو لخوا د خوست د ماشومانو په استازیتوب اغلې حسنا ته د مننې او غوښتنې لیک وړاندې شو، چې په کې د خوست د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو هیلې ورسره تړلي.

سرچینه وايي، همداشان د هېواد جمهور رئیس ته د اغلې حسنا جلیل په لاس د مننې او غوښتنې لیک ولیږل شو، ترڅو ددې روزنتون د ماشومانو تر څنګ د خوست د ماشومانو په ژوند کې نور هم ښه والی رامنځ ته او ستونزو ته یې رسیدنه وشي.

د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې یتیمو ماشومانو د راتلونکي لپاره هېلې وړاندې کړې او د دوی له منځ څخه یو شمېر یتیمو ماشومانو وویل دوی غواړي ډاکټر، انجینر، والي، پولیس، معلمه، پیلوټ، د دفاع وزیر … شي.

د یادولو ده چې بصیر د خوست والي محمد حلیم فدايي په نوښت د نیمې ورځې لپاره د والي رول تر سره کړ او د ماشومانو ټولې ستونزې یې له اغلې حسنا جلیل سره شریکې کړې.

دا ټول پروګرام ماشوم بصیر پر مخ یو وړ چې په کې د ماشومانو ستونزو، د اغلې حسنا جلیل لخوا پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

ویل شوي؛ په دې مراسمو کې خوست والي ښاغلی محمد حلیم فدایي، امنیه قوماندان مل پاسوال سید احمد بابازی، ولایتي شورا رئیس کفیل ریحان، د کورنیو جارو د پلان او پالیسي رییس رجاء، د ولایت مقام ځينو رییسانو د پروګرام د ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو په توګه په وروستني کتار کې تشریف درلود.

خوست والي محمد حلیم فدايي ددې مراسمو په یوه څنډه کې وویل:

«ماشومان او په خاصه توګه یتیمان د هېرولو نه دي او موږ ټول مسولیت لرو، چې د پالنې او ساتنې په برخه کې یې خپل مسولیت تر سره او دوی ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر او مهمه ده، چې د راتلونکې ژوند د بریالیتوب او لاسته راوړنو لپاره جرت ورکړل شي.»

ښاغلي فدایي وویل:

«ددې پروګرام هدف دا وو چې ماشومانو او خصوصا یتیمانو ته پرځان د باور انګېزه او د ځان لپاره د هدف ټاکلو درس ورکړو.»

ښاغلي فدايي وویل یتیمان چې په لومړي سر کې څه له لاسه ورکوي مور او پلار دي نو ځکه اړینه ده چې دوی ته موږ په ځان د باور او اعتماد روحیه ورکړو.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 238 تاريخ : پنجشنبه 5 دی 1398 ساعت: 0:23