ایرلېنډ له افغانستان سره سیریز لغوه؛ خو نورو لوبډلو لپاره یې مهالوېش خپور کړ.

ساخت وبلاگ

ایرلېنډ غواړي چې ۲۰۲۰ م کال کې له بنګله دېش، نیوزیلېنډ او پاکستان سره لوبې وکړي.

ایرلېنډ به له درې نورو لوبډلو سره په خپل کوربتوب لوبې وکړي.

دا لوبې ایرلېنډ په داسې حال کې کوي، چې بل پلو یې د ۲۰۲۰ م کال په مارچ میاشت کې له افغانستان سره د پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ د مالي ستونزو له امله کېنسل یا لغوه اعلان کړه.

دا چې ایرلېنډ نورو لوبډلو ته چمتو دی، کوربتوب وکړي او د افغان لوبډلې کوربتوب ته یې بهانه جوړه کړه، راز به پکې دا وي، چې دوی نه غواړي له افغان لوبډلې په خپل کور کې ماتې وخوري.

ایرلېنډ د بنګله دېش پر وړاندې

ایرلېنډ غواړي چې د ۲۰۲۰ م کال په می میاشت کې له بنګله دېش سره د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ په خپل کوربتوب مخته یوسي.

ورپسې میاشت کې ایرلېنډ د نیوزیلېنډ کوربتوب هم کوي، درې شل اوریزې او درې یو ورځنۍ لوبې د نیوزیلېنډ او ایرلېنډ ترمنځ په سټورمونټ سیمه کې کوي.

همدارنګه ایرلېنډ په خپل کوربتوب له پاکستان سره دوه شل اوریزې لوبې د ۲۰۲۰ م کال په جولای میاشت کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وېب پاڼه لیکلي، چې دا لوبې به له پاکستان سره د جولای په ۱۲ مه نېټه وشي.

بنګله دېش به له ایرلېنډ سره څلور شل اوریزې لوبې په می میاشت کې وکړي

د کرکټ نړیوالې شورا په وېنا دا ټولې لوبې به د جنوري په میاشت کې تاید شي.

د بنګله دېش او ایرلېنډ ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د می په ۱۴ مه نېټه، دوه یمه لوبه د می په ۱۶ مه نېټه او درې یمه یو ورځنۍ لوبه د می په ۱۹ مه نېټه په سټورمونټ سیمه کې کوي.

ایرلېنډ د نیوزیلېنډ پر وړانډې

لومړۍ شل اوریزه لوبه په بریډي سیمه کې د جون په ۱۹ مه، دوه یمه لوبه د جون په ۲۱ مه او درې یمه شل اوریزه لوبه د جون په ۲۳ مه نېټه کوي.

د نیوزیلېنډ پر وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د جون په ۲۷ مه، دوه یمه د جون په ۳۰ او درې یمه یو ورځنۍ لوبه د جولای په دوه یمه نېټه کېږي.

له پاکستان سره د ایرلېنډ دوه شل اوریزې لوبې

د جولای په ۱۲ مه نېټه لومړۍ لوبه او د جولای په ۱۴ مه نېټه دوه یمه لوبه کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 244 تاريخ : چهارشنبه 4 دی 1398 ساعت: 10:27