احسان ماني وایي: پاکستان خپل سیریزونه نورو هېوادونو کې نه کوي.

ساخت وبلاگ

د پاکستان د کرکټ بورډ رئیس احسان ماني ویلي، له دې وروسته به د پاکستان په کوربتوب ټول سیریزونه په پاکستان کې کېږي.

دا چې پاکستان کې له ۲۰۰۹ م کال څخه راوروسته نړیوال سیریزونه نه کېدل؛ نو پاکستان د لوبو له پلوه له پوره ستونزو سره مخ و. یو دا چې دوی د دوبۍ شارجه لوبغالی د هوم یا کورني لوبغالي په توګه کاراوه، چې ډېرې پېسې ورڅخه د ګراونډ د نیولو په بدل کې اخېستل کېدې او بل دا چې دې سره د دوی سوداګري هم له ستونزو سره مخ کېده. بله ستره ضربه ورته دا وه، چې دې هېواد کې امنیت ګواښوونکی و او لوبغاړو زړه نه ښه کاوه، چې دې هېواد ته راشي او لوبې وکړي؛ څو کاله وړاندې چې نړیوال لوبغاړي پاکستان ته نه تلل؛ نو افغان لوبغاړو ته به یې ډېر ځای ورکاوه؛ هغه مهال د دوی لوبغالي د افغان کرکټرانو په لوبو ګرم او ښایسته وو.

زِمبابوې، سریلانکا، بنګله دېش او ویسټ انډیز په دې هېواد کې په تېر کې له لوبو کولو انکار کړی و.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر پاکستاني سیریزونه په پاکستان کې غوښتي او نه غواړي، چې خپل دوه اړخیز سیریزونه په دوبۍ کې ترسره کړي.

احسان ماني دا خبرې په داسې حال کړي، چې دې هېواد ته له ۲۰۱۷ م کال څخه راپدېخوا په تدریجي ډول کرکټ ورستنېږي او د ګوتو په شمار بهرنیو لوبډلو زړه ښه کړی؛ چې دغه هېواد ته د لوبو لپاره ورشي. د لوبډلو په منځ کې د نړۍ یوولس کسیزه لوبډله، زِمبابوې، ویسټ انډیز او سریلانکا دي، چې دې هېواد ته ورغلي او لوبې یې کړي دي.

د پاکستاني کرکټ بورډ مشر ویلي « ټول مېچونه په پاکستان کې کېږي، بنګله دېش او نورې ټولې لوبډلې باید پاکستان ته راشي او دلته لوبې وکړي».

د ماني استدلال دا دی، چې سریلانکا په ۲۰۰۹ م کال کې پاکستان کې ټپي شوې وه؛ هغوی یو ځل بیا ستر خطر ومانه او دلته راغلل، امنیت یې خوندي دی، باید هره لوبډله راشي.

د بنګله دېش ښځينه لوبډله او د شپاړس کلنو لوبډلې یې په تېر کې پاکستان ته راغلې وې.

د پاکستاني کرکټ بورډ چارواکي وایي، ۴۰۰ لوبغاړي پي ایس ایل کې اخېستل شوي وو او زیاتره یې پاکستان ته د لوبو لپاره راغلل، وروستۍ لوبې یې وکړې هیڅ خبره نه وه؛ نو ولې بنګله دېشۍ لوبډله پاکستان کې له لوبو ووېرېږي؟

د بنګله دېش عکسل العمل

د بنګله دېش کرکټ بورډ ویلي، چې دوی به د ۲۰۲۰ م کال د جنوري په ۲۳ مه نېټه له پاکستان سره په پاکستان کې لوبې نه کوي؛ بلکې دا لوبې به په عربي متحده اماراتو کې کوي او پاکستان باید د دوی کوربتوب په دوبۍ کې وکړي.

خو د پاکستان د کرکټ بورډ مشر بیا خبرداری ورکړی، که بنګله دېش پاکستان ته سفر را ونه کړي، دوی ته به تاوان ورکوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 261 تاريخ : چهارشنبه 4 دی 1398 ساعت: 10:27