روهېټ شرما او شېمرن هېټمېر د ریکارډونو په کتاب کې.

ساخت وبلاگ

روهېټ شرما د هندوستان پر خاوره د ډوني د شپږیزو ریکارډ مات کړ؛ دا معلومه ده چې د هندوستان په لوبډله کې روهېټ شرما او هارډېک پانډیا په اسانۍ سره شپږیزې وهي، هارډېک پانډیا ډېری شپږیزې په زور او ځواک سره وهي؛ خو د روهېټ شرما د زیاتره شپږیزو انداز پول او ټامېنګ شاټ دی.

روهېټ شرما د نړۍ په کچه هغه هندی لوبغاړی شو، چې د هندوستان پر خاوره یې زیاتې شپږیزې وهلي دي، هغه د هندوستان پر لوبغالو یا ویشتن ځایونو په نړیوالو لوبو کې ۱۹۰ شپږیزې وهلي دي او د ډوني ریکارډ یې مات کړی دی.

د سپورټ سټار په نامه وېب پاڼې لیکلي، چې روهېټ شرما د هندوستان د ستر هيټر ایم ایس ډوني ریکارډ مات کړی.

له دې وړاندې ډوني د هندوستان پر ویشتن ځایونو ۱۸۶ شپږیزې وهلې وې، چې دا ریکارډ روهېت شرما د ویسټ انډیز پر وړاندې مات کړ، شرما د ویسټ انډیز خورا ښه وځلېد او د درې یو ورځنیو لوبو یا ټول سیریز غوره لوبغاړی اعلان شو.

ویسټ انډیزی کیڼ لاسی هیټر توپ وهونکی شېمرن هېټمېر بیا اوسني وخت یا مهال کې پنځم لوبغاړی دی، چې هندوستان کې یې ۱۳۹ شپږیزې وهلي دي.

د هندوستان خلاف شېمرن هېټمېر ښه وځلېد او ریکارډ یې جوړ کړ.

خو له دې کلونه وړاندې ۱۹۹۷ م کال کې سریلانکایي سنېت جایاسوریا ټولې ۱۵۱ شپږیزې د هندوستان پر ویشتن ځایونو ثبت کړې وې.

اسټرالیایي سټیف سمېت تر ۲۰۱۶ م کال پورې هندوستان کې ۱۴۹ شپږیزې وهلي دي، پاکستاني اعجاز احمد تر ۱۹۹۷ م کال پورې ۱۳۹ شپږیزې وهلې وې، شېمرن هېټمېر هم ۱۳۹ شپږیزې وهلي دي.

د سټار سپورټ په نامه وېب پاڼه لیکي، چې روهېټ شرما او شېمرن هېټمېر د ریکارډونو په کتاب کې ځان ثبت کړ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 201 تاريخ : چهارشنبه 4 دی 1398 ساعت: 10:27