رونالډو: اوس هم د بدني اړخه د پخوا په شان لوبو ته آماده یم

ساخت وبلاگ

د پرتګال هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او د یوونټوس کلب تکړه فوټبالر کریسټیانو رونالډو، چي اوس د ډېر عمر سوی، خو اوس هم دی باور لري، چي د بدني اړخه پوره لوبو ته آماده دئ.

 هغه د DAZN په نوم د یوه ورزشي ټلویزیون سره د بدن پر جوړښت ږغېدلی، هغه ویلي، چي زه اوس هم له خپله ځانه خوند اخلم او د بدني لحاظه پوره لوبو ته چمتوالی لرم.

 هغه په یاده مرکه کي ویلي(( آیا زه اوس هم له خپله ځانه خوند اخلم؟ بلې هو، هر کله، زه اوس هم په پوره ډول له خپله ځانه خوند اخلم)).

 هغه د یادو خبرو په دوام وویل((دا مي خوښیږي، چي په ډېري سختۍ سره لوبي ترسره کړم، خپل پخوانی حال وساتم او ښه احساس ولرم. د دې کار سرته رسول راته ډېر په زړه پوري دي)).

 رونالډو زیاته کړه((زه د لوبي په میدان کي د نور په توپير جلا شخصیت لرم. تر ټولو مهمه نقطه داده، چي په لوبه کي سرګرمه اوسي، خو دا زما لپاره یوه عادي خبره ده. زه پوهیږم، چي څوک یم. پوهیږم، چي څه وکړم)).

 رونالډو دا خبري داسي مهال کوي، چي هغه وړمه شپه د یوونټوس کلب سره د لاتزیو په وړاندي د سوپرکپ پاینل لوبه وبایلله.

 هغه چي اوس د ۳۴ کلنو دی، خو اوس هم په مکمل ډول لوبو ته د پوره چمتوالی خبر ورکوي.

 د فوټبال په ډګر کي ۳۵ کلن لوبغاړي ډېر کم تر سترګو کیږي، خو رونالډو یو هغه لوبغاړی دئ، چي په دې عمر کي هم د نړۍ ترڅنګ دلته افغانستان کي هم زیات مینوال لري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 266 تاريخ : سه شنبه 3 دی 1398 ساعت: 21:03