مودي، ولسمشر غني ته مبارکي ورکړه؛ وايي هند ستاسې دویم کور دی

ساخت وبلاگ

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي نن غرمه له جمهوررئیس غني سره د ټیلیفوني تماس له لارې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې د بریا مبارکي وویله.

د هند لومړي وزیر په دغه ټلیفوني تماس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او افغان ولس ته د ولسمشریزو ټاکنو د بریالي ترسره کېدو د مبارکۍ ترڅنګ وویل، هند د افغانستان د دوست، ګاونډي او د نړۍ د لوی ډیموکراسۍ په توګه د افغانستان د ولسواکۍ هراړخیز ملاتړ کوي.

سرچینه وايي، ښاغلي غني د افغانستان حکومت او خلکو په استازیتوب د هند لومړي وزیرته وویل:

«موږ نه یوازې د ښه ګاونډي او دوست، بلکې د ستراتیژیک ملګري په توګه د هند د همېشني ملاتړ قدرداني کوو او د اساسي قانون تطبیق ته ژمن یوو.»

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ ښاغلي مودي د افغانانو په مالکیت، رهبرۍ او کنټرول سولې پروسې څخه د خپل هیواد د ملاتړ څرګندولو پرمهال وویل، هیواد به یې د سولې پروسې ترڅنګ د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې هم د افغانستان ترڅنګ وي او د ولسواک، پرمختللي او باثباته افغانستان لپاره د دوی مرستې او ژمنې پرځای دي.

د هند لومړي وزیر افغان ولسمشر ته وویل:

 ستاسو دویم کور هند ته د راتګ بلنه درکوم او له هند څخه د لیدنې پرمهال به د یو لړ سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه له نږدې څخه بحث او خبرې وکړو.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ د هېواد جمهور رئیس د مننې په ویلو سره د هند د لومړي وزیر بلنه ومنله او وې ویل، په مناسب فرصت کې به هند ته سفر وکړي.

باید وویل شي چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ۱۳۸۹هـ کال د لسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې چې اوسنی افغان ولسمشر او د دولت جوړوونکي ټیم مشر محمد اشرف غني په کې له پنځوس سلنه بره رایې وړي.

ددې ترڅنګ د ښاغلي غني سیال اجرایه رییس او د ثبات او همګرایي ټیم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله بیا په دویم مقام کې دی او ۳۹ سلنه رایې خپلې کړې دي.

باید یاده شي چې د ښاغلي عبدالله په شمول، ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل او ځینو نورو نوماندانو هم لومړۍ پایلې له درغلیو ډکې بللې او د نه منلو خبره یې کړې ده.

همداراز ویل شوي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د شکایتونو د ثبتونې په لومړۍ ورځ د ټاکنیزو ټیمونو ګڼ شکایتونه ثبت کړي دي، چې په دریو ورځو کې له شکایتونو اوریدو وروسته به په ۴۰ ورځو کې دا شکایتونه وڅیړل شي او له هغه وروسته به نهايي پایلې اعلان شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 213 تاريخ : سه شنبه 3 دی 1398 ساعت: 21:03