د نارینه وو ۲۴ شریک خویونه؛ ښايي ددې لوستلو ټولو ته جالب وي !

ساخت وبلاگ

لیکنه: ملیحه ناصري

د نارینه وو پېژندنه لږ ستونزمنه برېښي ؛ خو هومره سخت هم نه دي ؛ ځکه ډېر لږ داسې نارینه موندل کېږي چې د هغوی شخصیت دې پټ وي او د ژر تشخصېدا وړ نه وي. د ښځو په پرتله نارینه ژر پېژندل کېږي.

دلته مو په څو شمېرو کې د نارینه وو تر مینځ ګډ خویونه راغونډ کړي:

۱- نارینه تل هڅه کوي چې د حالاتو کنټرول له ده سره وي. که څومره ستونزمن کار هم وي ؛ خو هېڅکله ځان شاته نه باسي . پرې ورځي, خپل بخت ازمایي, په یو ډول حللاره ورته پیدا کوي.

۲- په کورنیو ستونزو ( ګډ ژوند)  کې د ستونزو په هوارولو کې تر ښځې مخکې کېږي,  مانا نه غواړي چې ښځه دې په صحنه او دی دې د پردې تر شا ولوبېږي. مرسته مني ؛ خو مرکزي کرکټر او اتل باید دی وي.

۳- داسې ښځه هېڅ نه خوښوي چې په هر کار کې دخالت کوي.

۴- د زړه خبره ډېره په سختۍ خولې ته راولي, ان ښایي هېڅ یې ونه وایي.  که څومره درد او غم وزغمي هم, نشي کولی دویمګړی خبر کړي.  پټه خوله ګرځي, اروایي فشار زغمي او بس. ډېرو نارینه وو د کلونو پټ رازونه او دردونه ساتلي چې نشي یې ویلی.

۵- داسې ښځه ډېره پرې ګرانه وي چې دی درک کړي, هغه که هر څوک وي ؛ خو چې کله کومه خبره ورسره شریکه کړي, ویې نه رټي, د رټلو پر ځای درک غوره وګڼي.

۶- هغه ښځه یې ډېره خوښه وي چې کله دی ورته غږېږي, هغه یې خبرې پرې نه کړي. کله چې خبره یې خلاصه شوه, بیا خپله خبره پیل کړي.

۷-  عموما ټول نارینه ډېرې خبرې نه کوي . له یوې خوا کمې خبرې کوي ؛  خو سمې یې کوي او له بل پلوه که وګورو دوی خبرې پر نورو منلی هم شي, نو بیا بیا ویلو ته یې اړتیا نه لري.

۸- په ډېرې اسانۍ سره خپل احساسات کنټرولوی شي. د غم پر وخت یې اوښکو ژر نه راځي او د خوښۍ پر وخت ځان نه بایلي ؛ خو دا هم شته چې هر څه زړه ته اچوي.

۹- د نارینه وو د مینېدا لپاره لږ وخت بسنه کوي ؛ خو هېرولو ته یې ټول عمر کم ښکاري.

۱۰- کله چې کوم خواړه وسوځي, له هغو بده وړي, که څه هم ښځې یې په خوند خوري.

۱۱- د ځان پاکۍ ته چندان پاملرنه نه کوي ؛ خو که یو ځل یې پیل وکړ له دوی لوکس او مهذب نه پیدا کېږي.

۱۲- ژر په غوصه کېږي, توندې خبرې کوي, چیغې وهي ؛ خو د غوسې تر شا یې خورا نرم زړه او خواږه احساسات پټ وي.

۱۳- که چېرې میې وي, اظهار ته یې سپینې تښدېدلي وي او ترې وېرېږي . د کمۍ احساس کوي او ځان ټیټ حسابوي ؛ خو وېره نه وي پکار. کېدی شي مقابل لوری هم همدا شان احساس ولري. که یې ونه لري هم چې عقلي بلوغ ته رسېدلې نجلۍ وي باید پرې غوسه نشي ؛ ځکه مینه خو اړتیا ده , په هغه وخت کې چې هلک د واده په پار مینه وکړي نه د ملګرتیا.

۱۴- نارینه پوړ تل پر ځان ویاړي ؛ خو که یو دوه ځایه ریباران ولېږي او جرګه ناکامه شي,  نو دی هم ځان کم حسابوي.

۱۵- که څومره ښایسته نجلۍ یا ښځه وي چې اخلاق او سلیقه ونه لري, نه یې خوښوي.

۱۶- خپلو ویښتانو او برېتو سره ډېره مینه لري.

۱۷- ژر بښنه کوي, کینې ته ملا نه تړي ؛ خو که کینه یې واخیسته بیا یې نشي هېرولی .

۱۸- کم درس وایي, پوخ یې وایي.

۱۹- مثبت اندي دي او منفي فکرونه سرته نه پرېږدي.

۲۰- ښه دوست او ملګری وي, خیانت نه خوښوي.

۲۱- یوویشت / له شوخۍ, تفرېح او هوسانه خوړو سره مینه لري.

۲۲- د مسوولیتونو پر ځای کولو کې هڅه کوي.

۲۳- د مور, خویندو او مېرمنې لپاره یې لاسونه تر ټولو ځایونو ښه د امن کور دی.

۲۴- ځواکمن وي, مبارزه کوي ؛ خو د یو شي پر وړاندې مبارزه نشي کولی ناروغي.  هغه هم د سړو موسمونو  ناروغۍ.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 239 تاريخ : دوشنبه 18 آذر 1398 ساعت: 21:45