د خندا ډولونه،؛ دلته د هرې خندا مانا وګورئ او بیا ووایئ چې ستاسې خندا څه مانا لري

ساخت وبلاگ

ژباړه: نسیمه محمدي

د څېرې یو بل حالت چې لږ څه پېچلې دی خندا او مسکا ده ځکه مونږ انسانان له دې څخه هم د احساساتو د څرګندولو او پټولو ابزار په توګه کار اخلو. وړاندې تاسې د خندا له ډولونو سره آشنا کوو، تر څو په آسانۍ وکولای شئ د نورو د خندا تر شا په نغښتې انګېزې پوه شئ.

images (5).jpg

په تړلو شونډو خندا

دا ډول خندا معمولا سیاستنداران غوره ګڼې او ښايي، چې شخص ستاسې په اړه په مهمه مسئله پوهېږي، خو نه غواړي تاسې سره یې شریک کړي.د دې ډول خندا پېژندل ډېر آسانه دي. هو به هو د کمرې مخته د آزمایښتي خندا په څېر. په پټه خوله چې غاښونه ښکاره نشي.

download (1).jpg

کږه خندا

ځینې وختونه د خندا خوصله نه لرئ، خو شرایط دا ایجابوي چې مسکي شئ. بې روحه او د زور خندا د شخص په سترګو کې د تشخیص وړ ده.

images (6).jpg

واقعي خندا

دا خندا د سترګو د شاوخوا ګونځو او د خندا له پراخوالي وپېژنئ. واقعي خندا ساري ده او شاوخوا خلک خوشحالوي.

images (7).jpg

زهرجنه خندا

د دې ډول خندا پېژندل ډېر ګران نه دي. د پورته تللو شونډو او د سترګو د کرکې او برق له مخې پېژندلای شو. دا ډول خندا د په ځان ميَن او له ځانه راضي خلکو ځانګړنه ده.

download (2).jpg

د رضایت خندا

د رضایت خندا کې شونډې راټولې او یو لوري ته پورته تللي وي، چې معنا یې له ځانه د شخص رضایت دی.

images (1).jpg

په خلاصه خوله خندا

په پرانستې خوله خندا چې د سلفي انځورونو لپاره ډېر ښه دی، د فرد خوشحالوي انعکاسوي.

images (4).jpg

د Pan Am خندا

Pan Am  خندا د خندا تر ټول بې واقعیت ترینه خنداوو له جملې څخه ده او وروسته له هغې چې د  Pan Am الوتکې مېلمه پالانو ته ورزده شول، تر څو مسافرینو ته په دې ډول وخاندي د Pan Am په نوم یې شهرت وموند. سترګې په بشپړه توګه بې احساسه دي، یواځې د مشتري د رضایت لپاره .

تاسې کوم ډول خندا خوښوئ؟ آیا کولای شئ د خندا دا ټول ډولونه تشخیص کړئ.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 423 تاريخ : دوشنبه 18 آذر 1398 ساعت: 21:45