ولې انجونې باید په کم عمر کې واده نه شي؟ څو اساسي لاملونه یې درته وایو

ساخت وبلاگ

داسي ډېر کورنۍ شته چې خپل لور یا خپل خور یا هم د کورنۍ هر غړی چې وي په کم عمر کې ودوي دا ودونه ځیني یې دلیلونه لري لکه د دشمني لپاره یا هم وایې چې د هغه په نامه ده ښه دی چې ژر یې واده کړو یا هم د خراپ فکر له امله خپل لور ژړ ودوي تر څو یې ځان ترې خلاصه کړي، نه یې مکتب ته پریږدي او نه درس ته حتا دې ته نه پرېږدي چې خپل د ماشومتوب دوره لا په سمه تېره کړي.

ددې ترڅنګ د انجلۍ له رضایت پرته یې ودوي، چې دا کار زموږ په ټولنه کې ډېر عام دی او ډېر غلط کار دی. نو انجوني باید په لږ عمر کې واده ونه کړي ځکه په راتلونکي کې د ډېرو جنجالونو او ستونزو سره مخ کیږي. ځکه چې که د انجلۍ عمر کم وي نو د عاطفې له نظره پوره پرمختګ نه وي کړي نو واده ته چمتو نه وي.

د ډېرو میندو مړه کېدل په ماشوم باندې هم همدا د لږ عمر واده دلیل وي ځکه کمزورې او خامې وي.

یعنې د جسمي او رواني له نظره چمتو نه وي او همداراز له همدې امله دا ډول میرمنې ژر زړیږي هم.

خپل خاوند او خپله کورنۍ هم په سمه توګه نشي درک کولای د کورنۍ یا ګډ ژوند کارونه او مهارتونه نشي درک کولی او نه په سمه توګه ترسره کولای شي.

بله مهمه دا چې جنسي اړیکه هم په سم ډول نشي درلودای.

د لږ عمر انجلۍ کله چې ماشوم پیدا هم شي سم یې نه شي تربیه کولای او ورته لاسرسی نشي پیدا کولای.

د لږ عمر انجلۍ واده د خیانت او د بل واده سبب هم کېدای شي ځکه دوی چې کله واده کوي عقل یې کم وي هغه وخت نه پوهېږي نو کله چې پوه شي بیا زړه یې بلي اړیکي ته غواړي.

د درس او تحصیل څخه پاته وي نو راتلونکي کې د ډېرو ستونزو سره مخ وي.

ځکه د دې عمر کم وي نه پوهیږي چې خپل خاوند خپل ماشوم او خپل د خاوند کورنۍ سره څنګه رویه وکړي؟ څرنګه دکور ټولو کارونو ته لاسرسی پیدا کړي نو دا ټوله کارونه نشي کولای نو پر همدې اساس ستونزي سره مخ کیږي ….

ځکه درته وایو چې په کم عمر کې د انجلۍ د ودیدو مخنیوی باید وشي.

Advertisements

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 243 تاريخ : دوشنبه 18 آذر 1398 ساعت: 21:45