راشدخان له منېش پانډی ګیله کړې

ساخت وبلاگ

د هندوستان د ملي لوبډلې او د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې تخنیکي او پیاوړي توپ وهونکي منېش پانډی د ډېسمبر په دویمه نېټه د دوشنبې په ورځ واده وکړ.

منېش پانډی ۳۰ کاله عمر لري او د هندوستان د اوتاران چال سیمې اوسېدونکی دی.

د هغه مېرمن اشرېتا شېټي بیا د هندوستان د ممبيي ښار اوسېدونکې ده، ۲۶ کاله عمر لري او فلمي لوبغاړې هم ده.

دواړو په هندوستان کې واده وکړ؛ خو دغه واده ته د حېدراباد د لوبډلې ځېنې لوبغاړي ورغلي او ځېنې یې بیا خبر نه وو؛ خو د رسنیو له لارې خبر شوي دي.

له منېش پانډي د راشدخان ګیله

rashid to manish.JPG

دا چې منېش پانډی واده کړی؛ نو راشدخان ورته په ځواب کې لیکلي دي، مبارک دې شه ملګریه! دعا کوو چې تر مرګ ورځ پورې مو ژوند په خوښیو او مینه کې تېرشي؛ خو راشدخان بیا په وروستیو کې په اردو ژبه لیکلي، چې واده ته دې نه وو غوښتي، ولې؟

له دې وروسته منېش پانډی ته یوسف پټان هم مبارکي ویلې؛ ورسره جوخت د حېدراباد لوبډلې په ټوېټر پاڼه هم لیکل شوي، چې ښه بخت او د داړو ژوند له مینې او خوښیو ډک اوسه.

منېش پانډی چې یو هوښیار او تخنیکي لوبغاړی دی، د هندوستان په داخلي لوبوکې د کارناټکا لوبډلې لپاره د لوبډلمشر په توګه ولوبېد، چې د وېجی هزاري او سید مشتاق علي جامونو سیالیو اتلولي یې هم وګټله او له دغو سیالیو یوه ورځ وروسته یې واده هم وکړ.

کابو ۱۴ ورځې وروسته د آې پي ایل بولي هم ترسره کېږي، چې پانډی په دې بولي کې شته او ښایي چې حېدراباد لوبډله یې بیا وپېري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 250 تاريخ : پنجشنبه 14 آذر 1398 ساعت: 15:06