یو افغان لوبغاړی د پولنډ په لیګ کي خورا ښه لوبیږي!

ساخت وبلاگ

ليکنه: صابرحميدي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي تکړه بریدګر لوبغاړی عمران حیدري د پولنډ هیواد په لومړۍ درجه لیګ کي د خپلي لوبډلي په ګټه خورا ښه لوبیږي او د ګڼو ګولوهنو په مټ ئې خپله لوبډله بریاوو ته رسولې.

حیدري اوس د اُلمپیا ګردزیادز په نوم د یوه پولنډي کلب سره یو ځای دئ.

هغه د یادي لوبډلي لپاره په ۱۹ لوبو کي ۱۲ ګولوهني ترسره کړي دي او دوه ئې بیا خپلو لوبغاړو ته د ګول پاسونه ورکړي.

حیدري د یادو ۱۲ ګولونو په مټ د پولنډ په لیګ کي تر ټولو زیات ګولوهونکی دئ، چي دا یوازي د ده لپاره نه، بلکي د ټول افغانستان لپاره د ویاړ خبره ده.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د عمران حیدري ښه ځلېدل اوس په یاد لیګ کي د دوو تکړه ټیمونو لخویا ورشو او لچیم پوزنان پام ځان ته راړولی او ممکن د پولنډ هیواد لومړۍ درجه لیګ راتلونکي پړاو کي د یوې لوبډلي سره د ډیرو پیسو په بدل کي یو ځای سي.

۲۱ کلن عمران حیدري څه موده مخکي خپلي لوبډلي المپیا ګردزیادز په مفت ډول لوبډلي ته واخیست.

د المپیا کلب رئیس وویل، چي افغان لوبغاړی حیدري ورته د یاد کلب یوه مامور په نښه کړ، خو هیچا ورسره د تړون امضاء کولو زړه نه ښه کاوه.

ځیني دلیلونه ئې داوه چي هغه افغانی دئ، اما هغه د خپلو وړتیاوو په مټ خپل کلب او نورو ته وښودله، چي د وړتیاوو ډک فوټبالر دئ.

دې لوبغاړي د قطر په وړاندي پینالټي هم له لاسه ورکړه، چي د قطر هیواد ګول ساتونکي دفاع وکړه د خپل ګول څخه.

هغه لوبه افغان فوټبال لوبډلي ۱ ګول پر ۰ قطر ته وبایلله.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 251 تاريخ : پنجشنبه 14 آذر 1398 ساعت: 15:06