د نړۍ ستر کرکټ لوبغالی، د دوو غوره لوبډلو لپاره په خدمت کې دی.

ساخت وبلاگ

ليکنه:سمیع الله درانی

که د کرکټ نړیواله شورا او د اسیا کرکټ شورا د دې لوبې ترسره کولو ته اجازه ورکړي؛ نو دا لوبه به د نړۍ د تر ټولو په ستر لوبغالي ترسره شي.

د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، چې د نړۍ په کچه د دوی ستر لومړنی کرکټ لوبغالی تر کار لاندې دی او ډېر ژربه یې چارې بشپړې شي.

بل پلو د نړۍ د یوولس کسیزې او د اسیا د یوولس کسیزې لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۰ م کال د مارچ په ۱۸ مه او ۲۱ مه نېټو دوه شل اوریزې لوبې بنګله دېش وړاندیز کړي دي.

بنګله دېش غواړي، چې د بنګله دېش هېواد د تاسیس کوونکي شیخ خالد د سلمې کالیزې په مناسبت دا چاره ترسره کړي او بنګله دېش کې دوه سترې او تاریخي لوبې ترسره کړي.

بنګله دېش څو ورځې وړاندې له هندوستان غوښتي وو، چې د اسیایي لوبډلې لپاره اووه لوبغاړي اسیایي لوبډلې ته ورکړي.

خو اوس د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، که نړ یواله شورا د دې لوبې اجازه ورکړي؛ نو دوی به دغه سیریز د نړۍ په تر ټولو ستر لوبغالي، چې اوس نوی جوړېدونکی دی، ترسره کړي.

دې ګراونډ کې له سل زره زیات ننداره کوونکي ځای کېدای شي؛ دا لوبغالی د هندوستان په احمد اباد سیمه کې جوړېدونکی دی، چې اوس یې چارې په بشپړېدو دي.

دا لوبغالی د سردار پټېل په نوم نومول شوی دی.

سردار پټېل په ۱۸۷۵ م کال کې هندوستان کې زېږېدلی و او له ځوانۍ وروسته د هندوستان لومړی وزیر پاتې شوی و او د هندوستان یو پیاوړی سیاستمدار و.

د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سوراف ګنګولي ویلي، مونږ دا لوبغالی چمتو کړی ترڅو پرې د نړۍ یوولس کسیزه غوره لوبډله د اسیا یوولس کسیزې غوره لوبډلې سره د دوو شل اوریزو لوبو سیریز وکړي.

په تېر کې د ننداره کوونکو د ظرفیت له پلوه د اسټرالیا د مېلبورن کرکټ لوبغالی ستر یادېده، دې لوبغالي د ۹۰ زره ننداره کوونکو ظرفیت درلوده او اوس یې هم لري؛ خو د سردار پټېل لوبغالی بیا د یو لک اعشاریه لس زره ننداره کوونکو ظرفیت لري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 244 تاريخ : پنجشنبه 14 آذر 1398 ساعت: 15:06