کابل (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٨): د افغانستان حکومت د بشري حقونو ملي بنسټونو نړیوال ائتلاف له لوري، د نړۍ په کچه د ورته بنسټونو په منځ کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ته د غوره ځای د تثبیت او نوي باور ورکولو هرکلی کوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې د اساسي قانون د ۵۸مې مادې پر اساس په افغانستان کې د بشري حقونو رعایت او څارنې په موخه تاسیس شوی، په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د اغېزناک فعالیت او پام وړ لاسته راوړنو له امله توانېدلی، یو وار بیا یې د پنځو کلونو لپاره د بشري حقونو ملي بنسټونو نړیوال ائتلاف غړو د «الف» کټګورۍ بنسټونو په منځ کې باور تمدید شي.
د افغانستان دولت، د اساسي قانون د اوومې مادې پر اساس، په هېواد کې د بشري حقونو اصولو رعایت ته ژمن دی.
ولسمشر غني د دې لاسته راوړنې د هرکلي ترڅنګ وویل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د بشري حقونو د ارزښتونو ساتنې ته ژمن دی او د هغو بنسټونو او کسانو ملاتړ کوي چې د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې فعالیت کوي.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 250 تاريخ : پنجشنبه 14 آذر 1398 ساعت: 15:06