د 10 اووریز لیګ هغه مهم ټکي چې باید افغان کرکټ بورډ د راتلونکي APL دپاره ترې ګټه واخلي!

ساخت وبلاگ

لیکنه: نورخان آشنا

لس اوریزه لیګ پرون د نومبر ۲۴مه نېټه پای ته ورسیدی، دغه لیګ د نورو کلونو په پرتله زیات د نوښتونو ډک و، که څه هم لس اوریزه لیګ یوه نوې بڼه ده، خو بیا هم په نړیواله کچه زیات مینوال لري، ددغه لیګ تېر دوه پړاوونه ژر پای ته ورسیدل، خو دریم پړاو یې بیا (۱۰) ورځې دوام وکړ، ددغه لیګ پای لوبې ته تر ۲۰ زرو زیات لیدونکي ورغلي و، نو ښکاري چې دغه لیګ څومره مینوال لري.

افغان  نیلوبلاگ کرکټ بورډ باید لاندې ټکي په نظر کې ونیسي او ګټه ترې واخلي  نیلوبلاگ.

امارات چې د کرکټ دوهمه درجه هیواد دی، د ملي لوبډلې لوبغاړي یې سل سلنه بهرني دي، هېڅ د کرکټ داخلي مینوال نلري، نو څنګه دغه لیګ ته تر ۲۰ زرو زیات لیدونکي راځي؟ څنګه په دومره لوړ معیار ترسره کیږي، څنګه د نړۍ ستر لوبغاړي د لوبیدو زړه ښه کوي؟

دا د اماراتو کرکټ بورډ هڅه او کوښښ دی، دوی په دومره سختو شریطو کې په دومره لوړ معیار لیګ جوړول د ستایلو دي،

خو ولې افغان  نیلوبلاگ پریمر ليګ په همدغو میدانونو کي بې خونده او کم رنګه و؟

شاید تاسو فکر وکړئ، یا افغان  نیلوبلاگ کرکټ بورډ همدا دلیل ووایئ چې د اماراتو خپل کوربتوب دی همدا یې لامل دی چې لیګ د نوښتونو ډک دی.

خو نه! دا فکر ناسم دی.

اماراتو افغانستان کرکټ بورډ ته هر یو لوبغالی د افغان پریمر لیګ دپاره  نیلوبلاگ په لاس کې ورکوي، نو د اماراتو کوربتوب څه معنا؟؟

که فکر مو د نندراچیانو وي نو پرون چې تر ۲۰ زره زیات لیدونکي راغلي و، هېڅ عربی پکې نه و، ټول یې همدا د پاکستان، بنګالیان، او د افعانستان وګړي راغلي و،

که تاسو یا افغان کرکټ بورډ فکر کوئ چې د لوبډلې سپانسران یا مالکان یې خپل و، همدا یې د معیاري لیګ لامل دی.

خو نه! دا فکر هم ناسم دی، ددغه لیګ ټول سپانسران د هندوستان، په لږه کچه یې د پاکستان او بنګله دیش دي، موږ هم د افغان پریمر لیګ په هندي شرکت وپلوره، لوبډلې مو پر هندوانو وپلورلې، بیا توپیر څه دی؟

که بیا هم افغان کرکټ بورډ په دې خبره ځانته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خو لومړی پړاو و، بیا هم غلط دی، ځکه د لس اوریزه لیګ لومړی پړاو هم ډېر پرمختللی او د نوښتونو ډک و، او بیا افغان کرکټ بورډ خو (۶) پړاوه شپږیزه لیګ هم ترسره کړ چې باید زده کړې یې ترې کړي وائ.

افغانستان چې لومړی پړاو افغان پریمر لیګ ترسره کاوه، د لوبې مبصرین یا (کمینټیټران) یې د زمبابوې و، ورسره حمیدحسن و، په دسې حال کې چې هغه وخت هېڅ بل کوم نړیوال لیګ نه ترسره کیده، نه کومې نړیوالې سیالۍ ترسره کېدې، چې موږ ووایو ګواکي مبصرین مصروف و،

لس اوریزه لیګ ته په داسې حالتو کې د نړۍ مشهور او خوږ ژبي مصرین راوستل شول چې د سویلي افریقا غوره لیګ، او نورې لسګونه نړیوالې سیالۍ روانې دي، بیا هم د ( ډین جونز) او (ډیني مورسن) په څېر خوږ ژبي مبصرین دعوت او راوستل شول، مبصرین د لیګ او لوبې په ښکلا کې یو ځانګړی رول لري.

ترڅنګ یې د لس اوریزه لیګ د لایف خپرولو کمپنۍ یا پروډیکشن هم معیاري دی، داسې ښکاري چې دغه لیګ په ۲۷ یا هم ۳۰ کېمرو خپروي، خو د افغانستان لیګ دسې معلومیدۀ چې شاید په ۱۲ یاهم ۱۴ کېمرو خپریږي، هغسې چې لس اوریزه لیګ څومره HD کیفیت لري افغان پریمر لیګ دومره صاف یا HD هم نه و.

ددې ترڅنګ د لس اوریزه لیګ هره لوبډله د نړۍ نامتو روزنکي د ځان سره لري، ټام موډي یې ښه مثال دی.

خو افغان پریمر لیګ کې بیا ریس احمدزی او سیف الله ځدراڼ د لوبډلې روزنکي و، نو دغه روزنکي به کریس لین ته څه ور زده کړي؟ شین واټسن ته به څه ور زده کړي؟؟ پولارډ ته به څه ور زده کړي؟؟

د نړۍ ستر لوبغاړي او کرکټ بورډونه د لیګ کیفیت ګوري بیا پکې لوبیږي،

د لس اوریزه لیګ په پیلیدو شاید اماراتو کرکټ بورډ ډېر مالي تاوان لیدلی وي، ولې اوس چې لس اوریزه لیګ ښه کیفیت لري، په نړیواله کچه شایقین یا مینوال لري، امارات کرکټ بورډ به لکونه او میلیونونو ډالر مالي ګټه د همدغه لیګ څخه ترلاسه کوي.

پرون مې د افغان پریمر لیګ ویډیوګانې لیدې، باور وکړئ د کلیوال کرکټ په څېر ښکاریده.

نو موږ د افغان کرکټ بورډ څخه هیله لرو چې که لیګ په ښه معیار ترسره کولی شي، نو ښه کار دی، کنه هسې دې افغانستان او افغان لوبغاړي د دوه پیسو نه کوي، په تېر کال افغان پریمر لیګ کې د نیوزلینډ لوبغاړي ځکه ولوبیدل چې د پاکستان خلاف سیریز ته ښه تیاری وکړي او په پیچونو بلد شي، ځکه د افغانستان لیګ څخه پنځه ورځې وروسته نیوزلینډ او پاکستان په اماراتو کې سیریز درلود، نورو نړیوالو لوبغاړو د لوبیدو زړه ښه نکړ، فکر کوم دا ځل به هغه هم ونه لوبیږي، ځکه افغان لیګ په ډېره ټیټه کچه دی، د فساد ويره هم شته.

دا مهمه نده چې افغان پریمر لیګ باندې افغان کرکټ بورډ خپل وخت ضایع کړي، که چېرته ددغه لیګ دپاره  نیلوبلاگ یو نوی مشر وټاکل شي، ټول کارونه هغه ته وسپاري نو هغه به ټول فوکس او پام همدغه لیګ ته وي، باوري یم لیګ به معیاري بڼه لري،

افغان کرکټ بورډ دې د افغانستان په نړیوالو سیالۍ او سیریزونو جوړولو خپل وخت ضایع کړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 224 تاريخ : دوشنبه 4 آذر 1398 ساعت: 19:12